لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دپرويز مشرف لخوا عدالت ته هيواد څخه دبهر تللو خواست


دپرويز مشرف دوکيل لخوا جمع کړل شوي خواست کې دريځ خپل کړل وشى چې دپخواني صدر صحت خراب دى اؤ ډاکټران يې بهر دي نو ځکه دې ورته علاج لپاره دهيواد څخه بهر دتللو اجازه ورکړل شي.

دپاکستان پخواني پوځي صدر جنرل(ر) پرويز مشرف ستره محکمه کې يو خواست جمع کړى چې پکې خواست شوى چې دهغه نوم دې دايګزيکټ کنټرول لسټ څخه وويستل شي ترڅو هغه دهيواد څخه بهر خپل علاج وکړل شي.

ايګزيکټ کنټرول لسټ کې شاملو کسانو باندې دهيواد څخه په تللو بنديز وي.

دپرويز مشرف دوکيل لخوا جمع کړل شوي خواست کې دريځ خپل کړل وشى چې دپخواني صدر صحت خراب دى اؤ ډاکټران يې بهر دي نو ځکه دې ورته علاج لپاره دهيواد څخه بهر دتللو اجازه ورکړل شي.

په ډاګه دې وي چې روانه مياشت کې دخراب صحت په اساس دوه ځل مشرف هسپتال ته وړل شوى، هغه دا مهال کراچۍ کې ميشته دى.

دپخواني صدر دوياند لخوا وئيل شوي سينه کې ددرد اؤ ساه اخستو کې دتکليف له امله پرويز مشرف هسپتال ته وړل شوى ؤ.

پرويز مشرف کال ١٩٩٩ء کې دهاغه وخت سياسي حکومت لرې کړل اؤ دملک په اقتدار يې قبضه کړې وه، هغه په کال ٢٠٠٨م کې دسياسي فشار له امله اقتدار پريښى ؤ.

کال ٢٠٠٧م کې هيواد کې دايمرجنسي دلګولو څخه وروستو دججانو دنظربندکولو په تورونو هغه دائين دماتولو دمقدمې سره مخ دى.

په عين حال کې دپاکستان سترې محکمې دجمعې په ورځ دپخواني صدر پرويز مشرف په ضددائين دماتولو مقدمه کې دپخواني چيف جسټس عبدالحميد ډوګر، پخواني وزيراعظم شوکت عزيز اؤ دقانون دپخواني وزير زاهد احمد دشريکو ملزمانو دګرځول کيدو عدالتي پريکړه کالعدم ګرځولې ده.

دپخواني صدر پرويز مشرف په ضد دائين دماتولو دمقدمې اوريدونکي خصوصي عدالت اؤ داسلام اباد هائيکورټ دغه مقدمه کې دنورو دريوؤ ملزمانو دشريکو ملزمانو په توګه دشاملولو فيصله کړې وه.

خو دسترې محکمې لخوا دجمعې په ورځ اورول شوې پريکړه کې وئيل شوي دي چې دائين دماتولو مقدمه کې دکوم شخص دشاملولو واک عدالت نۀ بلکې وفاق لري.

پخواني چيف جسټس عبدالحميد ډوګر دخصوصي عدالت اړ اسلام اباد هائيکورټ لخوا داورول شوؤ فيصلو خلاف سپريم کورټ کې اپيل جمع کړى ؤ.

ددغه اپيل اوريدنه دجسټس اصف سعيد کهوسه مشرۍ کې دسپريم کورټ درې کسيزبينچ کړې.

دسپريم کورټ لخوا دا حکم هم شوى چې خصوصي عدالت دې دې مقدمه کې کارروائي زر تر زره مکمل کړي.

دپخواني پوځي صدر مشرف لخوا خصوصي عدالت ته خواست شوى ؤ چې پخواني وزيراعظم شوکت عزيز، دهغه دکابينې دقانون وزير زاهد حامد اؤ پخواني چيف جستس عبدالحميد ډوګر اؤ دهاغه وخت کورکمانډران دې هم دې مقدمه کې شامل کړل شي.

دهغه خواست په جزوي توګه منل شوى ؤ اؤ پخواني چيف جسټس، پخواني وزيراعظم اؤ پخوانى دقانون وزير هم دائين دماتولو مقدمه کې دشريکو ملزمانو په توګه شامل کړل شوي وؤز

دپخواني صدر دوکيلانو دريځ دى چې په دريم نومبر کال ٢٠٠٧م کې هيواد کې دايمرجنسي لګولو فيصله دمشرف ذاتي فيصله نۀ وه بلکې دهاغه وخت وفاقي کابينه اؤ دکورکمانډرانو ترڅنګ صوبائي ګورنران هم دې مشوره کې شامل وؤ.

خو دسترې محکمې دفيصلې څخه وروستو دائين دماتولو مقدمه کې پخوانى صدر پرويز مشرف يواځينى نومول شوى ملزم پاتې شوى دى.

XS
SM
MD
LG