لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان :دممتاز قادري دجنازې څخه وړاندې حالات تاؤژن


 په دې موقع دکومې ممکنه بدې پيښې مخنيوي لپاره ټول هيواد اؤ په ځانګړې توګه توګه راولپينډۍ کې سخت امنيتي ګامونه اخستل شوي دي.
په دې موقع دکومې ممکنه بدې پيښې مخنيوي لپاره ټول هيواد اؤ په ځانګړې توګه توګه راولپينډۍ کې سخت امنيتي ګامونه اخستل شوي دي.

دپاکستان دپنجاب صوبې دپخواني ګورنر سلمان تاثير دوژلو په جرم کې دتيزندي کړل شوي ممتاز قادري جنازه دنهې په ورځ دراولپينډۍ ښار په تاريخي لياقت باغ کې ادا کولى شي.

په دې موقع دکومې ممکنه بدې پيښې مخنيوي لپاره ټول هيواد اؤ په ځانګړې توګه توګه راولپينډۍ کې سخت امنيتي ګامونه اخستل شوي دي.

دپوليس اؤ قانون نافذونکو ادارو داضافي عسکرو دتعيناتۍ ترڅنګ دلياقت باغ په لوري تلونکې ټولې لارې په کنټينرو لګولو سره تړل شوي دي.

دچارواکو وينا ده چې دګڼو نورو سيمو څخه هم اضافي عسکر لياقت باغ ته رسيدلي دي.

دممتاز قادري دجنازې څخه وروستو په ممکنه توګه دلويې احتجاج په تناظر کې حالات تاؤژن دي.

دايليټ پوليسو پخوانى عسکر ممتاز قادري دګل په ورځ دراولپينډۍ په داډيالې په جيل کې تيزندي کړل شوى ؤ چې له دې وروستو دراولپينډۍ اؤ اسلام اباد دمرکزي لارې ترڅنګ دپينډۍ مشهور مري روډ اؤ دهيواد نورو ښارونو کې مظاهرينو سړکونه تړلي وؤ.

دراولپينډۍ ترڅنګ لاهور اؤ کراچۍ کې هم دممتاز قادري دتيزندي کولو خلاف په لويه پيمانه احتجاجي مظاهرې شوي دي.

دپينډۍ اؤ اسلام اباد ګڼ شخصي سکولونه دنهې په ورځ تړل شوي اؤ پينډۍ کې تاجر تنظيمونو تاجرانو څخه ددوکانونو دړلو غوښتنه کړې.

اسلام اباد کې هم ګڼې حکومتي ودانۍ اؤ دغيرملکي سفارت خانو سيمه ريډزون دعامو خلکو لپاره تړل شوې.

ممتاز قادري دپنجاب دپخواني ګورنر سلمان تاثير په سرکاري محافظانو کې شامل ؤ اؤ هغه سلمان تاثير دکال ٢٠١١ء دجنورۍ په مياشت کې اسلام اباد کې هاغه مهال وژلى ؤ کله چې سلمان تاثير ديو ريسټورنټ څخه راووتو اؤ خپل ګاډي کې کښيناستو.

دپنجاب دهاغه وخت ګورنر سلمان تاثير په کال ٢٠١٠ کې يوې عيسائي ښځې آسيه بي بي ته دمذهب دسپکاوي په يوه مقدمه کې دمرګ دسزا داورول کيدو څخه وروستو دهغې سره ليدنه کړې وه اؤ دمذب دسپکاوي په اړه موجوده قوانينو کې يې دبدلون په حق کې بيان ورکړى ؤ.

ممتاز قادري دنيول کيدو څخه وروستو پخپل اعترافي بيان کې وئيلي وؤ چې هغه سلمان تاثر له دې امله وژلى ؤ چې هغه درسالت دسپکاوي قانون ته تور قانون وئيلى ؤ اؤ دې کې يې دبدلون ملاتړ کړى ؤ.

داسلام اباد دترهه ګرۍ دمخنيوي يو عدالت کال ٢٠١١م کې ممتاز قادري ته دوه ځله دمرګ سزا اورولې وه اؤ وروستو سپريم کورټ هم دترهه ګرۍ دمخنيوي دعدالت دغه فيصله برقراره ساتلې وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG