لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان کې هيلي کاپټر تباه،پوځي افسر مړ


دپوځ دمطبوعاتي څانګې ائي ايس پي ار ترمخه هيلي کاپتر دشپې په وخت دمعمول مطابق الوت کولو اؤ دپيښې په نتيجه کې دهيلي کاپټر فلا ئنګ افسر ليفټننټ کرنل توقير وژل شوى

دپاکستاني پوځ يو هيلي کاپټر دتربيتي الوتنې په مهال د دخيبرپښتونخوا دهري پور ضلعې د تربيلا سيمې سره نزدې راغورځيدلى اؤ تباه شوى چې پکې نتيجه کې يې يو پوځي افسر وژل شوى اؤ دوه نور ژوبل شوي دي.

دپوځ دمطبوعاتي څانګې ائي ايس پي ار ترمخه هيلي کاپتر دشپې په وخت دمعمول مطابق الوت کولو اؤ دپيښې په نتيجه کې دهيلي کاپټر فلا ئنګ افسر ليفټننټ کرنل توقير وژل شوى ، پيښه کې دميجر عثمان اؤ حوالدار بشارت په نومونو سره دوه عسکر ژوبل شوي هم دي، هغوي تربيلا کې پوځي روغتون ته دعلاج لپاره رسول شوي دي.

دسيمه ييزو پوليسو يو مشر( ډي ايس پي) حکيم خان ميډيا سره خبرو کې وئيلي دي چې ايم ائي-١٧ هيلي کاپټر دمعمول مطابق تربيتي الوتنه کوله چې دارمي ايوي ايشن بيس غازي کې دغازي تحصيل څخه ٥٥ کلو ميټره لرې تباه شو، دهغه په وينا هيلي کاپټر دتکنيکي نقص له امله تباه شوى.

تيرکال دمئ په مياشت کې دګلګت بلتستان په نلتر سيمه کې دپاکستاني پوځ يو هيلي کاپټر دلينډنګ کولو په مهال تباه شوى چې پکې ددوؤ غيرملکي سفيرانو اؤ دوؤ پائيلټانو په ګډون اووۀ کسان وژل شوي وؤ.

ددې ترڅنګ تيرکال داګست په مياشت دخيبرپښتونخوا په مانسهره سيمه کې يو پوځي هيلي کاپټر دحادثې سره مخ شوى ؤ چې پکې ددوؤ پائيلټانو په ګډون ١٢ کسان وژل شوي وؤ.

XS
SM
MD
LG