لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سرتاج عزيز وائي راتلونکو څو ورځو کې دافغان امن عمل دپيل کيدو هيله ده


 دنهې په ورځ اسلام اباد کې دبرطانيې دبهرنو چارو وزير فلپ هيلمنډ سره ګډ مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال سرتاج عزيز وويل چې برطانوي خارجه وزير سره يې دسيمه ييزو چارو اؤ افغانستان په اړه خبرې اترې کړي دي.
دنهې په ورځ اسلام اباد کې دبرطانيې دبهرنو چارو وزير فلپ هيلمنډ سره ګډ مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال سرتاج عزيز وويل چې برطانوي خارجه وزير سره يې دسيمه ييزو چارو اؤ افغانستان په اړه خبرې اترې کړي دي.

په داسې حال کې چې طالبانو افغان حکومت سره دمذاکراتو څخه انکار کړى دپاکستان دخارجه چارو مشاور سرتاج عزيز دنهې په ورځ وئيلي دي چې دافغان طالبانو اؤ افغان حکومت ترمينځ دخبرو اترو دراتلونکي پړاؤ دډير زر تر سره کيدو هيله ده.

سرتاج عزيز تيره اوونۍ دامريکا دسفر په مهال واشنګټن کې ديوې وينا په مهال منلې وه چې دافغان طالبان ځينې مشران په پاکستان کې موجود دي اؤ پاکستان پرې تر يو حده اثر لري.

هغه دا هم وئيلي وؤ چې څه طالب مشران په پاکستان کې دخپلو کورنيو سره ميشته دي خو په مکمله توګه دپاکستان داثر لاندې نۀ دي اؤ نۀ هم داسلام اباد هرې خبرې ته غوږ ږدي.

دنهې په ورځ اسلام اباد کې دبرطانيې دبهرنو چارو وزير فلپ هيلمنډ سره ګډ مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال سرتاج عزيز وويل چې برطانوي خارجه وزير سره يې دسيمه ييزو چارو اؤ افغانستان په اړه خبرې اترې کړي دي.

سرتاج عزيز وويل اسلام اباد هيله مند دى چې افغان امن عمل به راتلونکو څو ورځو کې پيل شي.

هغه وويل چې پاکستان، چين اؤ امريکا مذاکراتو ته دطالبانو دمائيلولو شريکه ذمه واري لري.

دميډيا راپورونه وائي دبرطانيې خارجه وزير سره له دې وړاندې دليدنې په مهال سرتاج عزيز وويل چې پاکستان، چين اؤ امريکا به افغان طالبانو سره افغان امن عمل کې شريکيدو لپاره خبرې کوي اؤ که چرې مذاکرات يوځل بيا شروع شول نو پکې به پرمختګ کيږي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو دخالي په ورځ افغان حکومت سره افغانستان څخه دټولو بهرنو ځواکونو تر وتلو دامن مذاکراتو څخه انکار کړى ؤ اؤ افغان صدر اشرف غني اؤ امريکا په طالبانو مذاکراتو کې دشريکيدو غږ کړى دى.

ګډ مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال دبرطانيې دبهرنو چارو وزير فلپ هيلمنډ ومنله چې افغان طالبان پاکستان کې دکارروائيو څخه وروستو بيرته افغانستان ته تيښته کوي.

هغه دترهه ګرۍ په ضد جګړه کې دپاکستان دهڅو ستائينه وکړه اؤ وې وئيل چې پاکستاني ځواکونو دترهه ګرۍ په ضد جګړه کې زياتې قربانۍ ورکړي دي.

فلپ هيلمنډ وويل چې پاکستان اؤ افغانستان دواړه ترهه ګرو ته دځايې نۀ ورکولو لپاره کلکه اراده لري.

دامريکا دخارجه محکمې وياند جان کربي دګل په ورځ وئيلي دي امريکا دافغان صدر اشرف غني لخوا تندروه ډلو ته دکابل حکومت سره دمذاکراتو دبلنې ملاتړ کوي.

جان کربي وويل” هغوي(طالبان) بله لار نۀ لري، خپلو افغان وطن والو سره دجګړې ددوامداره ساتلو اؤ هيواد کې دبې ثباتۍ دخورولو پځايې هغوي ته دامن عمل کې شريکيدل اؤ يو خپلواکه افغانستان کې دسياسي عمل برخه جوړيدل پکار دي. “

پاکستان تيرکال دجولا ئي مياشت کې دافغان حکومت اؤ افغان طالبانو داستازو ترمينځ تيرو ١٤ؤ کلونو کې په لمړي ځل دنيغ په نيغه خبرو اترو کوربه توب کړى ؤ اؤ دغه غونډه کې دچين اؤ امريکا استازو هم ګډون کړى ؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG