لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شهباز تاثير راخلاص کړل شوی


شهباز تاثير په کال ۲۰۱۱م کې د پنجاب صوبې سرښار لاهور نه تښؤل شوی ؤ .
شهباز تاثير په کال ۲۰۱۱م کې د پنجاب صوبې سرښار لاهور نه تښؤل شوی ؤ .

د پاکستان پنجاب صوبې د پخواني وژل شوي ګورنر سلمان تاثير تښتول شوی زوی شهباز تاثير نزدې څلورنيم کاله وروستو راخلاص کړل شوی دی .

د کورنو چارو مرکزي وزير چوهدري نثار علي خان نن د نهې په ورځ پارليمان ته په وينا کې پخلی کړی چې د سلمان ثاثير زوی د بلوچستان صوبې د کچلاک سيمې نه روغ رمټ ترلاسه شوی دی .

شهباز تاثير په کال ۲۰۱۱م کې د پنجاب صوبې سرښار لاهور نه تښؤل شوی ؤ .

د بلوچستان صوبې چارواکو وئيلي د شهبازتاثير طبعي معائنه شوې او هغه روغ دی .

شهباز تاثير په داسې مهال راخلاص کړی شوی چې د هغه د پلار پنجاب صوبې پخواني ګورنر سلمان تاثير وژونکی ممتازقادري څو ورځې وړاندې تېزندي کړی شوی دی .

د شهبازتاثير د تښتؤل کېدو نه پس په کال ۲۰۱۳م کې د پخواني وزيراعظم يوسف رضا ګېلاني زوی علي حېدر ګېلاني هم تښتؤل شوی ؤ چې تراوسه يې هيڅ پته نه ده لګېدلې .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG