امريکا تېره اونۍ په شام کې ترسره شوؤ فضايي بريدونو کې د تُندروه ډلې داعش د يو مهم مشر د وژنې د پخلي هڅې کوي .
د پېنټاګون وياند پيټرکک وئيلي چې اتحاديانو د جمعې په ورځ د الشدادي نومې علاقې سره نزدې فضايي عمليات کړي د دکومو هدف چې ترخان بشيريشويلي وو .
دغه تُندروه مشر د ابوعمر الشيشاني يا (عمر دې چيچن) په نوم هم پېژندل کيږي .
وياند کک وئيلي چې د عراق او شام په پوله پرتو سيمو کې داعش ته د اتحادي او ځايي ځواکونو لخوا د ماتې ورکولو نه پس د بشيريشولي ډله دغلته لېږل شوې وه ، او د فضايي عملياتو په مهال هغه دغلته موجود ؤ .
يو امريکايي چارواکي د نوم نه څرګندولو په شرط وايس اف امريکا ته وئيلي چې دغه تُندروه مشر دې علاقې ته د جنګيالو يو ځايې کولو او د هغوې د حوصلو اوچتولو دپاره لېږل شوی ؤ .
د چارواکي په وينا ترسره شوؤ فضايي عملياتو کې د داعش لږ ترلږه ۱۲ تُندلاري وژل شوي وو .
امريکا د ابوعمر الشيشاني په سر ۵۰ لاکه ډالره انعام اېښودی ؤ .
دغه خبرونه په داسې وخت کې مخې ته راغلي چې تېره اونۍ د حلب سره نزدې يو فضايي بريد کې د داعش کمانډر امرالعبسي د وژنې وئيل شوي وو .
امريکايي چارواکو وي اواې ته وئيلي چې د العبسي د وژنې پخلی نه شي کولی او که چرته هغه په هوايي بمبار کې وژل شوی هم وي نو دغه عمليات امريکا نه دي کړي .