لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان:نښته کې دمهم کمانډر په ګډون ٧ جنګيالي اؤ دوه عسکر وژل شوي

 دبلوچستان حکومت وياند انوارالحق کاکړ يو مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال وويل چې دسبي سنګن سيمه کې تر څو ګينټو روانه دغه نښته کې دوه عسکر اؤديوې بيلتون خوښې ډلې دکمانډر اسلم چې په ميرک بلوچ شهرت لري دوژل کيدو پخلى هم کړى.

دپاکستان دناقراره صوبې بلوچستان په سبي کې امنيتي ځواکونو سره يوه نښته کې ديوې بيلتون خوښې ډلې دکمانډر په ګډون ٧ جنګيالي شوي دي.

دبلوچستان حکومت وياند انوارالحق کاکړ يو مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال وويل چې دسبي سنګن سيمه کې تر څو ګينټو روانه دغه نښته کې دوه عسکر اؤديوې بيلتون خوښې ډلې دکمانډر اسلم چې په ميرک بلوچ شهرت لري دوژل کيدو پخلى هم کړى.

نښته کې دوژل شوؤ دوؤ عسکرو مړي کوئټې ته وړل شوي چرته چې دبلوچستان وزيراعلي ثناء الله زهري اؤ نورو لوړپوړو چارواکو دهغوي جنازه کې ګډون کړى.

کاکړ دعوه وکړه چې افغانستان سره تعلق لرونکى اسلم په ١٩٩٢ء کې بلوچستان ته ورغلى ؤ اؤ تنظيم کې دشامليدو څخه وروستو مهم کمانډر جوړ شوى ؤ.

دبلوچستان حکومت دکمانډر اسلم په سر دشپږو لکو روپو انعام مقرر کړى ؤ اؤ دهغه په ضد دسبي اؤ بولان بيلا بيلو پوليس تاڼو کې د٢٠ؤ څخه زياتې مقدمې درج وې.

دبلوچستان بيلا بيلو سيمو کې دبيلتون خوښو ډلو لخوا کارروايۍ روانې دي اؤ په امنيتي ځواکونو، سرکاري ځائيونو اؤ نورو صوبو څخه دکار په غرض په ورتلونکو خلکو خونړي بريدونه کوي.

دپاکستان بلوچستان صوبه دتيرې يوې لسيزې څخه دزياتې مودې راهسې دتاؤتريخوالي سره مخ ده، دفرقه وارانه تشدد اؤ بلوڅ بيلتون خوښو دبريدونو ښکاره بلوچستان صوبه درقبې په لحاظ سره دپاکستان تر ټولو لويه صوبه ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG