لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

 د شمالي کوريا کِم جونګ د نورو جوهري تجربو امر کړی


کِم جونګ اُن دغه خبره د بيلسټک ميزائيل تجربو د ليدنې دپاره جوړې غونډې ته په وينا کې کړې ده .
کِم جونګ اُن دغه خبره د بيلسټک ميزائيل تجربو د ليدنې دپاره جوړې غونډې ته په وينا کې کړې ده .

د شمالي کوريا مشر مشر کِم جونګ اُن سائنسدانانو ته امر کړی چې د ملک جوهري توان ته د ودې ورکولو دپاره د جوهري بمونو نورې تجربې وکړي .

د شمالي کوريا سرکاري خبري ادارې (کی سي اېن ای) ترمخه کِم جونګ اُن دغه خبره د بيلسټک ميزائيل تجربو د ليدنې دپاره جوړې غونډې ته په وينا کې کړې ده .

خبري ادارې دا نه دي وئيلي چې شمالي کوريا دا تجربه کله او چرته کړې ده ، ولې غالب ګُمان دا دی چې د خبري ادارې اشاره د شمالي کوريا لخوا د نهې په ورځ ويشتل شوؤ د نزدې فاصلې دوه ميزائيلو پله وه کوم چې د ۵۰۰ کلوميټره فاصلې نه پس په سمندر کې غورځېدلي وو .

د خبري ادارې ترمخه کِم جونګ اُن سائنسدانانو ته امر کړی دی چې په ورستيو کې تيار کړی شوؤ د نيوکليئر وارهېډز يا جوهري وسلو وړلو قوت او حملې توان لري د هغو جوړولو او تجربو کولو سلسلې ته دې دوام ورکړي .

د شمالي کوريا سرکاري خبري ادارې روانه اونۍ د کِم جونګ اُن حواله بيان جاري کړی ؤ چې ملک يې په بيلسټک ميزائيلو باندې د لګولو دپاره وړې جوهرې وسلې جوړې کړي دي .

شمالي کوريا روان کال د جنورۍ په مياشت کې خپله څلورمه ايټمي تجربه او تېره مياشت يې د اوږدې فاصلې پورې د راکټ تجربه کړې وه . د کومې په ترڅ کې چې د ملګرو ملتونو سلامتي کونسل د پيانګ يانګ د حکومت په ضد نوي او سخت بندېزونه لګولي دي .

د دغو تجربو نه پس په سيمه کې حالات کړکېچن دي او شمالي کوريا پرله پسې جنوبي کوريا باندې د حملو ګواښونه کوي کوم چې په سيمه کې د امرېکې اتحادي ملک دی .

د شمالي کوريا د مشر د نورو جوهري تجربو کولو په غبرګون کې د جنوبي کوريا د حکومت يو وياند وئيلي چې دا د يو داسې سړي بغېر د سوچ نه بيان دی او هغه نه دی خبر چې د نړۍ معاملات څنګه چليږي .

د ملګرو ملتونو عمومي سيکتر بان کي مون هم د پيانګ يانګ په حکومت ټينګار کړی چې د سيمې د بې ثباته کولو د ګامونو دې لاس پورته کړي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG