لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان: حزب اسلامي ډله د سولې په خبرو کې ګډون کوي


حزب اسلامي په افغانستان کې خپل وسله وال عمليات کوي او د طالبانو سره يې هم مخالفت راروان دی .
حزب اسلامي په افغانستان کې خپل وسله وال عمليات کوي او د طالبانو سره يې هم مخالفت راروان دی .

په افغانستان کې د يو پټ کمانډر او پخواني وزيراعظم ګلبدين حکمتيار ډلې حزب اسلامي د افغان حکومت د سولې په خبرو کې د ګډون کولو څرګندونه کړې ده .

افغان صدر اشرف غني چې په ملک کې په ټولو ډلو د امن خبرو په عمل کې د ګډون غږ کړی، ولې طالبانو د خپلو شرطونو منلو پورې د خبرو نه کولو وئيلي دي .

د اتوار په ورځ وايس اف امريکا سره په خبرو کې د ګلبدين وياند چې ځان يې د انجينير هارون زرغون په نامه معرفي کړی وئيلي يي دي چې د امن په خبرو کې د ګدون پرېکړه يې د افغانستان د ګټې په خاطر کړې ده .

"حزب اسلامي بيا بيا وئيلي چې مونږ افغانانو ته اجازه ورکړو چې په خپل منځ کې کښېني او خپلې ستونزې په خپله هوارې کړي او مونږ د نړيوالو خبرو اترو پلويان يُو او دهغې دپاره تيار هم يُو" .

نوموړي وئيلي خبرو کې به د حزب اسلامي د پلاوي مشري د ډلې د سياسي چارو مشر غېرباهير کوي او په پلاوي کې به څو نور مهم مشران هم شامل وي .

ولې د زرغون په وينا تراوسه پورې هغه ته د خبرو پېل کېدو په اړه څه معلومات نشته .

حزب اسلامي په افغانستان کې خپل وسله وال عمليات کوي او د طالبانو سره يې هم مخالفت راروان دی .

د افغانستان ستر انتظامي مشر عبدالله عبدالله دفتر د سولې په خبرو کې د ګلبدين حکمتيار د حزب اسلامي ډلې د ګډون کولو هرکلی کړی دی .

څيړونکي د حزب اسلامي د افغان امن په خبرو کې ګډون ښه عمل بولي خو وايي د دې نه د کوم غټ پرمختګ هيله نه شي کېدی .

حزب اسلامي له دې وړاندې هم د افغانستان د صدر حامدکرزي په وخت کې دوه ځله د امن په خبرو کې شريکه شوې وه ولې دغه خبرې بې معنې ګرځېدلې وې .

د افغانستان د سولې په لړ کې د افغانستان، پاکستان، امريکې او چين ترمنځ تېره مياشت په څلورمه غونډه کې دا هيله څرګند کړی شوې وه چې د مارچ د مياشتې په لمړو کې به د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ خبرې پېل شي ولې تراوسه په دغه لړ کې کوم پرمختګ نه دی شوی .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG