دترکي پلازمينه استنبول کې ترسره شوي يو ځانمرګي بريد کې لږ ترلږه څلور کسان وژل شوي اؤ ٢٠ نور ژوبل شوي دي.
روئيټرز خبري ادارې ديو عيني شاهد په اړه وئيلي دي چې دچاؤدنې په ځايې کې هيلي کاپټرې الوتنې کوي اؤ خلک تيښته کوي.
دغه چاؤدنه په استکلال نومې کوڅه کې رامينځته شوې ده کومه چې عموماً د سودسودا اخستونکو خلکو څخه ډکه وي.
دپيښې وروستو سيمې ايمبولينسې اؤ په ګڼ شمير پوليس عسکر رسيدلي دي.
دمقامي ميډيا ترمخه بريد کې ځانمرګي هم وژل شوى خو دا نۀ ده په ډاګه چې هغه هم څلورو وژل شوؤ کسانو کې شامل دى که نه.
روانه مياشت کې انقره کې ترسره شوې يوه موټري بم چاؤدنه کې ٣٧ کسان وژل شوي وؤ اؤ تيره مياشت انقره کې همدغه شان يوه بله چاؤدنه کې هم ٢٩ کسان وژل شوي وؤ، يوې کرد تندروه ډلې ددغو چاؤدنو ذمه واري په غاړه اخستې وه.