د پاکستان خېبرپښتونخوا صوبې په چترال سيمه کې د واورې راښوېدو په يوه پېښه کې د اووه زده کړو کوؤنکو په ګډون اته کسان د واورې لاندې ګېر شوي دي .
د سرکاري ميډيا ترمخه دغه پېښه د چترال کريم اباد سيمې په سوسوم علاقه کې رامنځته شوې ده ، او د واورې لاندې د ګېرو کسانو راويستو دپاره امدادي کارونه روان دي .
راپورونه وايي د واورې لاندې نه د يو زده کوؤنکي مړی راويستل شوی دی .
د چارواکو په وينا په سيمه کې د بارانونو له امله امدادي کارونو کې ستونزې رامخې ته دي او د پېښې په ځايې د غټې مشينرۍ نه کار نه شي اخيستل کېدی .
د پاکستان خېبرپښتونخوا، قبائيلي علاقو او بلوچستان کې د تېرو لسو ورځو راهسې بارانونونه ورېدلي چې له امله په رامنځته شوؤ پېښو کې مړي ژوبلې هم شوي دي .
د قدرتي افتونو په وخت د انتظام قامي ادارې ( اېن ډي اېم ای) ترمخه د روانې مياشتې د نهمې نېټې نه تر د خالي د ورځې پورې په ټول ملک کې د باران له امله رامنځته شوؤ پېښو کې ۷۹ کسان مړه، ۱۰۱ژوبل او ۲۴۰ کورنو ته زيان اوختی دی .
د اېن ډي اېم ای ترمخه زياتې مرګ ژوبلې په قبائيلي علاقو کې رامنځته شوي دي ، چې پکې په اورکزۍ ايجنسۍ کې د سکرو د کان پېښه کې اووه او نورو علاقو کې ۲۲کسان مړه شوي او ۴۳ژوبل شوي دي .
بلوچستان کې ۱۹، خېبرپښتونخوا او پنجاب کې ۱۰، ۱۰ او ازاد کشيمر کې ۱۱کسان د باران له امله رامنځته شوؤ پېښو کې مړه شوي دي .
د موسمياتو د محکمې ترمخه راتلونکي شواروز کې په ملاکنډ، هزاره، پېښور، برنو قبائيلي سيمو او ګلګت بلتستان کې د پړق پړوق سره د باران امکان دی . او په ملاکنډ، هزاره، کشمير او ګلګت بلتستان کې د غرونو ښوېدو ويره څرګند کړی شوې ده .