لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

” بيلجئيم کې ماتم، دواړه ځانمرګيان وروڼه وؤ“


راپورونه وائي چې دبرسلز چاؤدنو کې ککړ ځانمرګريان خالد اؤ براهيم بکرائيو خپلو کې وروڼه وؤ اؤ ديو دريم تن لټون روان دى.
راپورونه وائي چې دبرسلز چاؤدنو کې ککړ ځانمرګريان خالد اؤ براهيم بکرائيو خپلو کې وروڼه وؤ اؤ ديو دريم تن لټون روان دى.

دبيلجئيم څخه يو راپور وائي پوليسو دنهې په ورځ دبرسلز په هوائي اډه ترسره شوؤ چاؤدنو کې ککړ دوه کسان په نومونو سره پيژندلي دي، دغو چاؤدنو کې لږ ترلږه ٣٤ کسان وژل شوي وؤ، دکوم څخه وروستو چې هيواد کې ددريوؤ ورځو ماتم نمانځلى شي.

راپورونه وائي چې دبرسلز چاؤدنو کې ککړ ځانمرګريان خالد اؤ براهيم بکرائيو خپلو کې وروڼه وؤ اؤ ديو دريم تن لټون روان دى.

داطلاعاتو ترمخه خالدالبکرائيو برسلز کې په کرايه ديو اپارټمنټ اخستو لپاره جعلي نوم استعمال کړى ؤ اؤ په دغه اپارټمنټ تيره اوونۍ پوليسو چاپه وهلې وه، پوليسو ددغه ځايې څخه وسلې اؤ تيرکال دنومبر په مياشت کې دپيرس چاؤدنو کې دککړ تن صالح عبدالسلام دګوتو نشان موندلى ؤ.

دنهې په ورځ بيلجئين پوليسو دبرسلز چاؤدنو کې دککړ يو شکمن تن عکس جاري کړى دى.

دغه عکس دسي سي ټي وي څخه اخستل شوى اؤ پکې ښودل شوي چې ديو تن پسر توره ټوپۍ ده،يو دکم رنګ جيکټ اؤ چشمې يې اغوستي چې ددوؤ نورو سړو سره دهوائي اډې سامان وړي اؤ ګمان کيږي چې دغه دواړه نور سړي ځانمرګيان وؤ.

چارواکي وائي چې دغه مطلوب تن دهوائي اډې څخه تښتيدلى دى.

پوليس وائي چې ددغه تن دلټولو په غرض يې چې کله دبرسلز سره نزدې په يو کور چاپه ووهله نو هغوي ته يو بم، کيمکلز اؤ دداعش يو بيرغ په لاس ورغلى دى.

په هوائي اډه يو دريم ناچاؤديدلى بم اؤ يو کلاشنکوف هم موندل شوى دى.

دنهې په ورځ ترسره شوؤ چاؤدنو کې ٣٤کسان وژل شوي وؤ اؤ داعش ددغو چاؤدنو ذمه واري په غاړه اخستې.

پوليس وائي چې شکمن تن دبرسلز په هوائي اډه ددوؤ چاؤدنو څخه وروستو تښتيدلى ؤ چې لټون يې روان دى.

دبيلجئيم وزيراعظم چارلس مائيکل صحافيانو سره خبرو کې وئيلي دي دا دهغوي دهيواد لپاره يوه توره شيبه ده، ټول خلک دې په اطمينان اوسي اؤ ديو والي څرګندونه دې وکړي.

کيوبا کې موجود امريکائي صدر براک اوباما وئيلي وؤ دملګري بيلجئيم لپاره هاغه هر څه کولو ته تيار دي چې ددغه پيښې دذمه وارانو دقانون منګولو ته راکش کولو لپاره ضروري دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG