لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

باجوړ:قبائیلی جرګې ته دپولیټکل ایجنټ ګواښونو دخلکو غصه راپارولې


د باجوړ پولټیکل ایجنټ عامر خټک

د باجوړ ایجنسۍ د پولیټیکل ایجنټ ښاغلي عامرخټک هاغه ویډیو په سوشل میډیا د دخلکو سخت غبرګون راپارولی په کومه کې چې هغه قبائیلو ته دړکه کړې ده چې که دنن نه پس چا په سوشل میډیا د انتظامیې په ضد "نازیبا" لفظونه وکارول د هغوئ په ضد به د ایف سي ار قانون لاندې کارروایۍ کولی شي.

پولیټیکل ایجنټ عامر خټک تیره ورځ دباجوړ د عنایت کلي دبازار د دوباره پرانستې په مهال یوې قبائیلي جرګې ته په سختو ټکو کې وینا کړې وه اؤ وئیلي یې وؤ"زه نه غواړم چې څوک دې ایکټینګ وکړي ، کوم کس چې دنن نه پس په ایجنسۍ کې دامنیتي ځواکونو،استخباراتي ادارو اؤ انتظامیي مشرانو په ضد نازیبا ټکي استعمال کړل نو ایف سی ار هم دلته موجود اؤ زه د هغې د لاګو کولو په چل هم پوهیږم"

پولټیکل په دغه موقعه دا هم وئیلي وؤ چې څوک هغه ته د مشرۍ وړ نه ښکاري نو خپل دفتر ته به یې هم پرې نه ږدي اؤ په دغه ویډیو کې لیدل کیږي چې کله پولټیکل دقار نه په دکه لهجه کې دغه سختې اورونې قبائیلو ته کوي نو هغه نه راتاؤ خلک ورته شاباسی ورکوي اؤ لاسونه ورته پړقوي.

په دغه موقعه پی ای په باجوړ کې د تاجرانو اتحادیې هم تخلیل کړي اؤ وئیلي یې دي چې حالات د تنظیمونو اجازه نه ورکوي

دغه ویډیو چې کله د ټولنیزو تماسونو په ویب سائټ فیس بک خپره شوه نو د خلکو سخت ردعمل یې راوپارولو اؤ د پولټیکل ایجنټ په دغه طرزعمل یې سختې نیوکې کړي دي.

د واجد اپریدي په نوم یو تن پخپل کمنټس کې لیکي چې "پولیټکل ایجنټ ټول قبائیل چیلنج کړي دي اؤ اوس ټولو سیاسي ګوندونو ته پکار ده چې راپورته شي اؤ خپل قوت کوټلې مظاهره وکړي"

واجد اپریدي پوښتنه کړې ده چې که قبائیل اوس هم نه رابیداریږي نو کله به رابیداریږي؟

دعارف اپریدي په نوم یو بل تن خپل کمنټس په دې ټکو کې کوي"که تا کې لږ هم غیرت وي نو داسې دړکې پنجاب کې د قانون پځایې کولو دپاره وکړه"

انوریوسف لیکي"په داسې طریقه امن خو نه شي پځایې کیدی البته قبائیل نور د ترهګرۍ لوري ته دیکه کیدی شي"

د شاه خالد وینا ده"په داسې وینا ته ملکان خو غلي کولی شې خو د پوهه اؤ باشعوره خلکو مخه نه شې نیولی ځکه چې دا دمیډیا اؤ سوشل میډیا دور دی"

هغه دپولټیکل ایجنټ په مخاطب کولو سره لیکي"ته اول د یو انتظامي مشر په توګه اولس ته د مخاطب کیدو چل زده کړه ځکه چې تا یوازې همدومره اوریدلي دي چې پولیټیکل ایجنټ د ایجنسۍ بې تاجه بادشاه وي"

زاهد زاده تنها لیکلي "ستا دیو خاصه دار په وجه د عنایت کلي بازار یوویشت ورځې وتړل شو خو ستا د واکمنۍ لاندې سیمو کې چې زمونږ څومره مشران اؤ عام خلک وژل شوي مونږ یې له چا څخه پوښتنه وکړو؟"

په دغه کمنټس کې ډیرو خلکو پولټیکل ایجنټ ته د کنځلو کولو سره سره هاغه قبائیلي مشران هم کنځلي دي چې پی ای ته یې په دغه تقریر لاسونه پړقولي اؤ شاباسی یې ورکړی دی

XS
SM
MD
LG