د کرکټ ټي ټوئنټي نړيوال کپ په روانو سيالو کې د اسټريليا ټيم پاکستان ته په ۲۱ رنزونو ماتې ورکړه او پاکستان يې د ورلډکپ نه بهر کړو .
د اسټريليا او پاکستان ترمنځ دغه مېچ د هند په موهالي ښار کې وشو ، چې ټاس يې اسټريليا ګټلی او په لمړي بيټنګ کې يې په ټاکلو ۲۰ اوورونو کې په څلورو لوبغاړو اؤټ کېدو ۱۹۳ رنزونه جوړ کړي وو .
پاکستان د اسټريليا په ځواب کې په اته لوبغاړو اؤټ کېدو ۱۷۲ رنزونه جوړ کړل او مېچ يې بائيلو .
پاکستاني لوبغاړو کې زيات ۴۶ رنزونه خالدلطيف جوړ کړل او ۴۱ بالونه يې ولوبول . په نورو لوبغاړو کې شعېب ملک ۴۰، عمراکمل ۳۲ او شرجيل خان ۳۰ رنزونه جوړ کړل . کپتان شاهدافريدي ۱۴ رنزونه جوړ کړل .
د اسټريليا جېمز فالکنر د پاکستان پينځه لوبغاړي اؤټ کړل .
د مېچ نه پس د پاکستان کرکټ ټيم کپتان شاهد افريدي وويل په بيټنګ کې ستونزې دي او بالينګ هم ډېر ښه نه دی، دې هر څه ته به وده ورکول وي .
د ټي ټوئنټي کرکټ نه د ريټائرډ کېدو د پښتنې په ځواب کې نوموړي وويل دا پرېکړه مې لا نه ده کړې .
د ټي ټوئنټي په ورلډکپ کې پاکستان ته له دې وړاندې د هند او نيوزي لېنډ ټيمونو ماتې ورکړې وه ، او يواځينی مېچ يې د بنګله دېش نه ګټلی ؤ .
بل لور ته اسټريليا له دې وړاندې دوه مېچونه کړي يو يې ګټلی او په بل کې يې ماتې خوړلې وه او نن يې پاکستان ته ماتې ورکړه .