لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

برسلز حملې، نور درې کسان ګرفتار


 دجمعې په ورځ استغاثې ددغو کسانو دنيول کيدو پخلى کړى اؤ يو بيان کې ئې وئيلي دي چې دغه کسان دپلازمينې ددريوؤ بيلا بيلو سيمو څخه دکارروائيو په مهال نيول شوي دي.
دجمعې په ورځ استغاثې ددغو کسانو دنيول کيدو پخلى کړى اؤ يو بيان کې ئې وئيلي دي چې دغه کسان دپلازمينې ددريوؤ بيلا بيلو سيمو څخه دکارروائيو په مهال نيول شوي دي.

بيلجئيم کې چارواکو وئيلي دي چې دترهه ګرۍ دمخنيوي دکارروائيو په مهال نور درې شکمن کسان برسلز څخه نيول شوي دي اؤ دغه کسان دزيارت په ورځ پيرس څخه دنيول شوي يو فرانسيسي تن په ګوتنيونه نيول شوي دي.

دغه تن په شکمنه توګه ديوې نوې حمله منصوبه بندي کوله.

دجمعې په ورځ استغاثې ددغو کسانو دنيول کيدو پخلى کړى اؤ يو بيان کې ئې وئيلي دي چې دغه کسان دپلازمينې ددريوؤ بيلا بيلو سيمو څخه دکارروائيو په مهال نيول شوي دي.

پلټونکو دډي اين اى له لارې ددې خبرې پخلى کړى چې دنهې په ورځ دبرسلز په هوائي اډه ځان الوځونکو کې نجم العشراوي هم شامل ؤ.

نجم تيرکال په ١٣م نومبر پيرس کې ترسره شوؤ بريدونو کې هم شريک ښودل کيږي ، دغو بريدونو کې ١٣٠ کسان وژل شوي وؤ.

برسلز کې دترسره شوؤ بريدونو څخه وروستو خلک اوس هم غمژن دي اؤ په لويې شمير کې هاغو ځائيونو ته ځي اؤګلونه اؤ پلى کارډونه ږدي چرته چې دغه چاؤدنې شوې وې.

چاؤدنو کې وژل شوؤ کسانو ته دعقيدت دپيرزوئينو وړاندې کولو لپاره دغلته که ځينې خلک خاموشه ولاړ وي نو ځينې پکې دژړا په حالت کې هم ليدل کيږي.

دغلته خلک پوښتنه کوي چې اخر هغوي ولې په نخښه کړى شول، دغلته موجود يو ٢٤ کلن ځوان برټرنډ برسن پوښتنه وکړه چې ددغو وژل شوؤ کسانو څه قصور ؤ؟ هيڅ هم نه.

دنهې په ورځ په هوائي اډه اؤ ميټرواسټيشن باندې شوؤ بمي چاؤدنو کې دديرشو څخه زيات کسان وژل شوي اؤ خواؤشا ٣٠٠ نور ژوبل شوي وؤ.

تندروه ډلې داعش ددغو چاؤدنو ذمه واري په غاړه اخستې وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG