لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

لمړى سيمي فائنل : انګلينډ نيوزي لينډ ته په ٧ؤ وکټو ماتې ورکړه

 دغه مهم ميچ نوي ډيلي کې روان چې پکې انګلينډ دټاس ګټلو وروستو نيوزي لينډ ته دلمړي بيټنګ بلنه ورکړه اؤ نيوزي لينډ په مقررو ٢٠ؤ اورونو کې داتوؤ وکټو په تاوان ١٥٣ رنز جوړ کړي دي.
دغه مهم ميچ نوي ډيلي کې روان چې پکې انګلينډ دټاس ګټلو وروستو نيوزي لينډ ته دلمړي بيټنګ بلنه ورکړه اؤ نيوزي لينډ په مقررو ٢٠ؤ اورونو کې داتوؤ وکټو په تاوان ١٥٣ رنز جوړ کړي دي.

دورلډ ټي ټوئنټي لمړى سيمي فائنل کې نيوزي لينډ انګلينډ ته دګټې لپاره د ١٥٤ رنز هدف ټاکلى ؤ اؤ ددې په ځواب کې انګلينډ په 17.1 اورونو کې ددريوؤ وکټو په تاوان ١٥٩ رنز جوړ کړل اؤ دغسې يې نيوزي لينډ ته په اوؤ وکټو ماتې ورکړه.

دانګلينډ جى جى روئى ددوؤ چکو اؤ ١١ؤ چوکو په مدد سره په ٤٤ؤ بالونو ٧٨، جى سي بټلر ددريوؤ چکو اؤ دوؤ چکو په مدد سره په ١٧ؤ بالونو ٣٢(ناټ اؤټ)،هيلز ديوې چکې اؤ يوې چوکې په مدد سره په ١٩ؤ بالونو شل اؤ روټ(ناټ اؤټ) ددريوؤ چوکو په مدد سره په ٢٢ؤ بالونو ٢٧ رنز جوړ کړي دي.

دغه مهم ميچ نوي ډيلي کې ترسره شوى چې پکې انګلينډ دټاس ګټلو وروستو نيوزي لينډ ته دلمړي بيټنګ بلنه ورکړه اؤ نيوزي لينډ په مقررو ٢٠ؤ اورونو کې داتوؤ وکټو په تاوان ١٥٣ رنز جوړ کړي دي.

له دې وړاندې دنيوزي لينډ ګپټل ددريوؤ چوکو په مددسره په ١٢ؤ بالونو ١٥، وليمسن ديوې چکې اؤ دريوؤ چوکو په مدد سره په ٢٨ؤ بالونو ٣٢، منرو ديوې چکې اؤ ٧ؤ چوکو په مدد سره په ٣٢ؤ بالونو٤٦،اينډرسن ديوې چکې اؤ دوؤ چوکو په مدد سره په ٢٣ؤ بالونو ٢٨ رنز جوړ کړي دي.

دانګلينډ ډي جى ولى ، جارډن، پلنکيټ اؤ ايم ايم علي يو،يو اؤ بى سټاکس درې وکټې ترلاسه کړي دي.

ورلډ ټي ټوئنټي کې دايونټ ګروپ ميچونو کې ترټولو ښه کارکردګي دنيوزي لينډ پاتې شوې ده، ددوهم ګروپ څخه لمړي پوزيشن ترلاسه کوونکي دغه ټيم خپلو څلورو واړو مدمقابل ټيمونو ته ماتې ورکړې ده چې پکې هند، کينګروز، پاکستان اؤ بنګله ديش شامل دي.

بل اړخ ته لمړي ګروپ څخه په دوهم نمبر پاتې شوى دانګلينډ ټيم هم په ښه فارم کې دى چې دې امله امله فائنل ته درسيدو لپاره نن ددغو دواړو ټيمونو ترمينځ دسختې مقابلې توقعو ده.

بل لوري ته ورلډ ټي ټوئنټي کې دپاکستاني ټيم دخرابې کارکردګۍ څخه وروستو دپاکستاني ټيم دکوچ وقار يونس څخه وروستو کپتان شاهد افريدي هم قام څخه بخښنه غوښتې ده.

دپاکستان ټيم هند کې روان ټي ټوئنتي ورلډ کپ اؤ له دې وړاندې بنګله ديش کې ترسره شوي ايشياء کپ کې هم ناقصه کارکردګي ښودلې وه چې له دې امله په ټيم دمينه والو لخوا سختې نيوکې روانې دي.

دنهې په ورځ دټولنيزو رابطو په ويب پاڼه خپل يو ويډيو پيغام کې شاهد افريدي وئيلي دي چې هغه يواځې دخپل اولس په وړاندې ځواب ورکوونکى دى اؤ دنور چا پرواه نۀ کوي،شاهد افريدي وئيلي دي په دې خبره بخښنه غواړي چې داولس په توقعاتو پوره ونۀ ختل شو.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG