دپاکستان دخيبرپښتونخوا صوبې جنوبي ضلعې لکه مروت کې دزيارت په ماښام يو ګاډي کې دچاؤدنې په نتيجه کې لږ ترلږه څلور کسان وژل شوي دي.
دميډيا راپورونه وائي دغه چاؤدنه دکوټ کشمير سيمې سره نزدې دچنډوخيل پل ترڅنګ يو ګاډي کې شوې ده چې ورسره دغه ګاډى هم تباه شوى دى.
دسيمه ييزو پوليسو وينا ده چې دپيښې پلټنې کيږي اؤ داسې اطلاعات هم ترلاسه شوي چې وژل شوي کسان بې کوره شوي کډوال وؤ چې په دغه ګاډي کې يې دشمالي وزيرستان ايجنسۍ څخه لکي مروت ته سفر کولو.
دميډيا راپورونه وائي چې دغه ګاډي کې بارودي مواد موجود وؤ دکومو له امله چې دغه چاؤدنه شوې ده.
پاکستان کې دسږکال دپيل څخه يوځل بيا دتشدد پيښو کې اضافه راغلې ده، دتيراتوار په ورځ دپنجاب صوبې سرښار لاهور کې هم يو ځانمرګي بريد کې دښځو اؤ ماشومانو په ګډون د٧٠ؤ څخه زيات کسان وژل شوي وؤ.