لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

بلوچستان کې ۱۵ مشکوک وسله وال وژل شوي


د تېرې اوږدې مودې راهسې د بدامنۍ سره مخ بلوچستان صوبه کې په ورستيو کې د وسله والو په ضد عمليات تېز کړی شوي دي .

د پاکستان بلوچستان صوبې چارواکو ادعا کړې ده چې د شورو په ورځ د امنيتي ځواکونو په عملياتو کې ۱۵ مشکوک وسله وال وژل شوي دي .

د بلوچستان حکومت وياند انوارالحق کاکړ وئيلي امنيتي ځواکونو د صوبې په قلات ضلع کې د لاقانونه ګرځول شوې ډلې د وسله والو په ضد عمليات کړي دي .

نوموړي وئيلي د امنيتي ځواکونو د عملياتو په مهال د وسله والو سره نښته شوې ۱۵وسله وال پکې وژل شوي او دوه سرتيري ژوبل شوي دي .

انوارالحق کاکړ وئيلي د وژل شوؤ وسله والو د ولقې نه په غټه کچه وسله ترلاسه شوې ده .

د تېرې اوږدې مودې راهسې د بدامنۍ سره مخ بلوچستان صوبه کې په ورستيو کې د وسله والو په ضد عمليات تېز کړی شوي دي .

د شورو په ورځ د صوبې چارواکو ادعا کړې ده چې د افغانستان د استخباراتي ادارې (نيشنل ډائيريکټوريټ اف سيکيورټي )"اېن ډي اېس" يو مبينه کارکوؤنکی يې هم نيولی دی .

XS
SM
MD
LG