لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان سره دچيني کمپنيو ددوؤ اربو ډالرو لوظنامې


 دچين تجارتي سامان به دپاکستان دپولې سره نزدې دچين دسنکيانګ صوبې څخه داقتصادي لارې په ذريعه بحيره عرب اؤ وروستو مينځني ختيز اؤ اروپا ته ليږلى شي.
دچين تجارتي سامان به دپاکستان دپولې سره نزدې دچين دسنکيانګ صوبې څخه داقتصادي لارې په ذريعه بحيره عرب اؤ وروستو مينځني ختيز اؤ اروپا ته ليږلى شي.

دخبري ادارې رائيټرز ترمخه روانه اوونۍ کې دچين سنکيانګ صوبې څخه ديو لوړپوړي سرکاري هيئت دپاکستان ددورې په مهال دصوبې دکمپنيو اؤ پاکستان ترمينځ ددوؤ اربو ډالرو دماليت په لوظنامو لاسليکونه شوي.

تيرکال ددواړو هيوادونو ترمينځ دچين پاکستان اقتصادي راهدارۍ دمنصوبې لړ کې پد٤٦ؤ اربو ډالرو دماليت په لوظنامو لاسليکونه شوي وؤ دکوم لاندې چې دپاکستان بنيادي ځاندرې اؤ دانرژۍ څانګه کې درنه سرمايه کاري کولى شي.

ددې لاندې به چين ته دپاکستان دګوادر بندرګاه کې موقعيت لرونکې فري ټريډ زون ازادې تجارتي سيمې اؤ بحيره ارب پورې رسد ورکولى شي.

دچين تجارتي سامان به دپاکستان دپولې سره نزدې دچين دسنکيانګ صوبې څخه داقتصادي لارې په ذريعه بحيره عرب اؤ وروستو مينځني ختيز اؤ اروپا ته ليږلى شي.

رائيټرز دسنکيانګ ورځپاڼې په اړه وئيلي دي سنکيانګ کې دچين دکميونسټ پارټۍ مشر ژانګ چونګسيئن دخپلې څلور ورځنۍ دورې په مهال دپاکستان دوزيراعظم نوازشريف سره دليدنې کولو ترڅنګ داسلام اباد، کراچۍ اؤ ګوادر دوره کړې.

ورځپاڼه کې دژانګ په حواله وئيل شوي دچين اؤ پاکستان ترمينځ ژوره ملګرتيا ده، هغوي ښه ګاونډيان، ملګري اؤ وروڼه دي.

چين اؤ پاکستان يوبل مثالي ملګري ګرځوي خو ددې ترڅنګ چين په پاکستان زور راوړي چې دافغان پولې ترڅنګ دې خپلو قبائيلي سيمو کې دسنکيانګ سره دتعلق لرونکو جنګيالو ځالې په نخښه کړي، دغو سيمو کې داوږدې مودې راهسې دالقاعده اؤ طالبانو جنګيالي فعاله دي.

روئيټرز دورځپاڼې په اړه ليکلي دي نوازشريف سره ليدنه کې دواړو مشرانو دترهه ګرۍ دمخنيوي، پولې دکنټرول دښه کولو، سيمه ييز امن اؤ استحکام دبحالۍ اؤ اقتصادي راهدارۍ دمنصوبو دحفاظت په ګډون دمرستې په دوامداره ساتلو اتفاق کړى.

ژانګ ددغه دورې په مهال دپاکستان عسکري چارواکو سره هم ليدنې کړي خو ددې نور تفصيلات مخې ته نۀ دي راغلي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG