لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امريکائي وګړو ته دپاکستان دغيرضروري سفر نۀ کولو خبردارى

 دامريکا دخارجه محکمې لخوا جاري شوي سفري خبري خبردارې کې وئيل شوي دي پاکستان دترهه ګرۍ ، تشدد اؤ فرقه وارانه فسادونو سره مخ دى اؤ ګڼې ملکي اؤ غيرملکي ترهه ګريزې ډلې ټول هيواد کې امريکايانو لپاره خطره ده.

امريکا خپلو وګړو ته دپاکستان غيرضروري سفر دنۀ کولو خبردارى ورکړى اؤ وئيلي يې دي چې دغه هيواد کې ګڼې سيمه ييزې اؤ نړيوالې ترهه ګريزې ډلې امريکائي وګړو لپاره خطره ده.

دامريکا دخارجه محکمې لخوا جاري شوي سفري خبري خبردارې کې وئيل شوي دي پاکستان دترهه ګرۍ ، تشدد اؤ فرقه وارانه فسادونو سره مخ دى اؤ ګڼې ملکي اؤ غيرملکي ترهه ګريزې ډلې ټول هيواد کې امريکايانو لپاره خطره ده.

دغه بيان کې امريکائي وګړو ته يادونه شوې چې دپاکستان حکومت درسالت دسپکاوي قانون پځايې کړى اؤ مذهبي اقليتونه دهدفي وژنو اؤ رسالت دسپکاوي ښکار شوي.

دغه خبرداري کې دې خبرې ته هم ګوته نيول شوې چې دسختو حفاظتي انتظاماتو ادارې چې پکې هوائي اډې اؤ پوځي تنصيبات شامل دي، هم دوسله والو حملو سره مخ شوي.

بيان کې وئيل شوي دي ترهه ګرو يونيورسټي، سکولونه، لارينونه، عبادت خانې اؤ دپاکستان بيلا بيلو لويو ښارونو کې بازارونه په نخښه کړي.

امريکائي وګړو ته يادونه شوې چې په ١٦م اپريل کال ٢٠١٥م کېدوؤ وسله والو کراچۍ کې يو امريکائي استاذ په نخښه کړى اؤ دثبوتونو څخه دا خبره په ډاګه شوې چې هغه يواځې له دې امله په نخښه کړل شوى ؤ چې هغه يو امريکائي وګړى ؤ.

دخارجه محکمې ترمخه دسږکال دپيل څخه تر دې مهاله پاکستان کې ګڼې حملې ترسره شوي چې پکې کوئټه کې ديو هسپتال مخې ته ځانمرګي بريد کې ١٥ کسان وژل شوي اؤ ١٦ ژوبل شوي وؤو وسله والو چارسده کې په باچاخان يونيورسټۍ حملې کړې وه چې پکې ٢٢ کسان وژل شوي وؤ، لاهور کې هم يو ځانمرګي بريد ترسره شوى ؤ چې پکې د٧٠ؤ څخه زيات کسان وژل شوي اؤ د٣٤٠ؤ څخه زيات ژوبل شوي وؤ.

خبرداري کې دا خبره هم شوې چې دپاکستان حکومت ددړکو په ځواب کې په ځانګړې توګه دهيواد لويو ښارونو کې حفاظتي انتظاماتو کې اضافه کړې ده.

دامريکا دخارجه محکمې وينا ده چې اسلام اباد کې به دامريکا سفارت خانه اؤ کراچۍ کې موجوده قونصل خانه خپلو وګړو ته خدمات ورکوي خو پيښور کې قونصليټ اوس دغه خدمات نۀ شي ورکولى ، لاهور کې موجوده قونصل خانه په عارضي توګه ځنډول شوې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG