د هند په جنوبي رياست کيرالا کې د اتوار په سحر يو مندر کې د اورلګېدو له امله لږ تر لږه ۸۰ کسان مړه او د دوه سوه نه زيات نور ژوبل شوي دي .
د هند وزيراعظم نريندر مودي وئيلي کېرالا ته ځي چرته په مندر کې د اورلګېدو پېښه کې ۸۰ کسان مړه شوي او د مړو د شمېرې زياتېدو اندېښنه څرګند کړی شوې ده .
نريندرمودي نن د اتوار په ورځ ټويټر باندې وئيلي د کولّم په سيمه کې د اورلګېدو پېښه زده دردؤنکې ده .
راپورونه وايي د کيرالا رياست په کولّم سيمه کې پوټينګل نومې مندر کې دغه پېښه په داسې مهال رامنځته شوې چې دغلته په زرګونو خلک راجمع ؤ او اتش بازي کېدله .
راپورونه وايي په دغه مندر کې هر کال د يوې مېلې په وخت د اتش بازۍ مقابلې کيږي . خو چارواکو وئيلي سږ کال په مندر کې د اتش بازۍ کولو اجازت نه ؤ ورکړی شوی .
د چارواکو په وينا د اتش بازۍ له کبله په مندر کې په غټه کچه موجودو اورلګېدونکو موادو اور اخستی او په مندر کې په لويه پېمانه اور خور شوی دی .
راپورونه وايي اور مړؤنکو امدادي ټيمونو څو ساعته پس اور قابو کړی دی .