لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دجان کيري لخوا دمهمو تجارتي لوظنامو ملاتړ


 لاس اينجلسکې يو بين المللي پاليسي تنظيم ته دوينا په مهال کيري وويل دتجارتي لوظنامو اوږدمهاله ګټې وي چې پکې دامريکا دسټريټجک ګټو دفاع اؤ دقومي سلامتۍ مضبوطول شامل دي.
لاس اينجلسکې يو بين المللي پاليسي تنظيم ته دوينا په مهال کيري وويل دتجارتي لوظنامو اوږدمهاله ګټې وي چې پکې دامريکا دسټريټجک ګټو دفاع اؤ دقومي سلامتۍ مضبوطول شامل دي.

دامريکا دبهرنو چارو وزير جان کيري دنهې په ورځ دامريکا دهاغو دوؤ تجارتي لوظنامو ګټې بيان کړي په کومو چې دکانګريس ځينو غړو، تاجر ډلو اؤ صدارتي کانديدانو دشکونو څرګندونه کړې ده.

لاس اينجلسکې يو بين المللي پاليسي تنظيم ته دوينا په مهال کيري وويل دتجارتي لوظنامو اوږدمهاله ګټې وي چې پکې دامريکا دسټريټجک ګټو دفاع اؤ دقومي سلامتۍ مضبوطول شامل دي.

فرورۍ کې دبحرالکاحل په ساحل موقعيت لرونکو١١ؤ هيوادونو امريکا سره دټرانس پيسفک پارټنرشپ په نوم په لوظنامو لاسليکونه کړي وؤ، ددغو هيوادونو ګډ مجموعي ملکي پيدار دعالمي پيداوار٤٠ فيصده ته نزدې دى.

امريکا کې ددغه تړون مستقبل لا اوس مهال غيريقيني دى ځکه چې امريکائي قانون سازانو په دې دتحفظاتو څرګندونه کړې چې دې سره به تجارت اؤ سرمايه کارۍ ته زيان ورسيږي.

مارچ کې دامريکا صدر براک اوباما ته ليکل شوي يو خط کې نيويارک څخه دواړو ګوندونو سره تعلق لرونکو قانون سازانو وئيلي وؤ هغوي دې لړ کې شک لري چې ګنې دغه لوظنامه به له دې وړاندې دترسره شوؤ لوظنامو څخه ډيره ګټوره وي.

هغوي ديوې بلې تجارتي لوظنامې نافټا يادونه کړې وه اؤ وئيلي يې وؤ چې دې سره رياست کې په زرګونو ملازمتونه ختم شوي.

خو جان کيري وويل ددغه لوظنامې لړ کې زياتره غلط معلومات هم خوارۀ شوي اؤ وې وئيل چې دملازمتونو دختميدو اصل وجه تجارت نۀ بلکې ټيکنالوجي ده اؤ تجارتي لوظنامې خو بيخي نۀ دي.

کيليفورنيا ته دتګ څخه دمخه جان کيري دبحرين، عراق اؤ افغانستان ترڅنګ دجاپان دوره هم کړې چرته چې هغه داوؤ صنعتي هيوادونو دتنظيم يوه غونډه کې ګډون کړى اؤ هيروشيما کې يې ددوهمې نړيوالې جګړې په يو يادګار حاضري ورکړې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG