لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

افغانستان : فضائي بريد کې دداعش ٤٠ جنګيالي وژل شوي


دافغانستان ددفاع دوزارت وياند جنرل دولت وزيري ترمخه دغه بريد اچين اولسوالۍ کې ترسره شوى اؤ پکې دداعش ګڼ شمير جنګيالي ژوبل شوي هم دي.

دافغانسان ختيز ولايت ننګرهار کې يوه فضائي حمله کې دتندروه ډلې داعش لږ ترلږه ٤٠ جنګيالي وژل شوي دي.

دافغانستان ددفاع دوزارت وياند جنرل دولت وزيري ترمخه دغه بريد اچين اولسوالۍ کې ترسره شوى اؤ پکې دداعش ګڼ شمير جنګيالي ژوبل شوي هم دي.

دامريکائي خبري ادارې ايسوسي ايټډ پريس ترمخه اولسوال غالب مجاهد وئيلي دي چې دپيخالتابند سيمه کې دداعش دجنګيالو غونډه روانه وه کومه چې دغه فضائي حمله کې په نخښه کړل شوې ده.

دهغه په قول وژل شوؤ کې اکثريت دغيرملکي جنګيالو ؤ دکومو مړي چې سيمه ييزوخلکو داعش ته سپارلي.

تندروه ډلې داعش ننګرهار کې پښې مضبوطې کړي، دغه ولايت کې دطالبانو اؤ داعش دجنګيالو ترمينځ هم نښتې شوي، داعش کې شامل شوي اکثره جنګيالي دطالبانو څخه اوړيدلي دي.

بل لوري ته افغانستان کې دبين المللي ځواکونو وياند بريګيډئير جنرل چارلس کليو لينډ وئيلي دي چې په ظاهره داعش افغانستان کې خپل زوردلاسه ورکوي.

پينټاګون کې خبريالانو سره دوډيو لنک له لارې خبرو کې هغه وويل فکر کوي چې افغانستان کې هغوي دداعش موجودګي ديادونې تر وړ حده راکمه کړې ده.

XS
SM
MD
LG