دپاکستان پنجاب صوبه کې تر ٢٢ؤ ورځو دپوليسو اؤ نورو قانون نافذونکو ادارو په ضد مزاحمت کوونکې ډلې”چهوټو ګينګ“ وسله غورځوله اؤ ځان يې پوځ ته سپارلى دى.
دپوليس سرچينو ترمخه دراجن پور سيمې ”چهوټو ګينګ“ د”ضرب آهن” په نوم دعملياتو دپيل کيدو څخه وروستو يرغمال کړى شوي ٢٤ پوليس هم خوشې کړي دي.
دپوليسو ترمخه ددغه ډلې غړو دخپلو ښځو اؤ ماشومانو دبچ کولو لپاره يرغمال کړى شوي پوليس دډهال په توګه کارول.
له دې وړاندې دغلام رسول چې دچهوټو په نوم شهرت لري په مشرۍ چليدونکې ډلې ”چهوټو ګينګ“ ته دپوځ له لوري دوسلې غورځولو لپاره دګل دغرمې پورې مهلت ورکړل شوى ؤ دکوم دختميدو څخه وروستو چې پوځ دکچا جمال سيمه کې په لويه پيمانه دعملياتو دپيل کولو اعلان کړى ؤ.
دپوليسو ترمخه چهوټو ديرغمال کړى شوؤ پوليسو دخوشې کولو څخه وروستو دخپلې کورنۍ اؤ ځينو ملګرو دوبۍ ته دتيښتې لپاره دمحفوظې لارې غوښتنه کړې وه کوم چې دپوځ له لوري رد کړى شوې وه.
دپوليسو لخوا دغه ډلې په ضد عمليات پيل کړى شوي وؤ چې پکې ٧ پوليس عسکر وژل شوي اؤ ٢٤ نور يرغمال کړى شوي وؤ چې له دې وروستو سيمې ته پوځ غوښتل شوى ؤ اؤ وروستو دپاکستاني پوځ وياند وئيلي وؤ چې دعملياتو مشري پوځ سمبال کړې ده.
راپورونه وائي دنهې په ورځ کچا جمال سيمه کې دچهوټو ګينګ دځالو دپه نخښه کولو په غرض هيلي کاپټرو الوتنې کولې خو ځمکني پوځ دتښتول شوؤ پوليس عسکرو دتحفظ په خاطر درنه وسله نۀ وه کارولې.