لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي کوريا د بليسټک ميزائيل تجربه کړې


د جنوبي کوريا د ګډو ځواکونو مشر وئيلي چې د ابدوز نه سمندر پله ميزائيل توغول شوی دی .
د جنوبي کوريا د ګډو ځواکونو مشر وئيلي چې د ابدوز نه سمندر پله ميزائيل توغول شوی دی .

شمالي کوريا د اتوار په ورځ پخلی کړی چې د ابدوز (سب ميرين) د لارې يې د مشر کُم جونګ اُن په مشرۍ کې د بيلسټک ميزائل تجربه کړې ده .

د شمالي کوريا دولتي خبري ادارې " کی سي اېن ای" د خالي په ورځ شوې تجربه " غټه کاميابي" ګرځولې ده . خو د شمالي کوريا سيال جنوبي کوريا سرکاري خبري ادارې بيا بدله ادعا کړې ده .

د جنوبي کوريا پوځي چارواکو يونهاپ خبري ادارې ته وئيلي چې دغه ميزائيل د ۳۰ کلوميټره پورې الوتی او ښکاري چې دا تجربه ناکامه شوې ده .

د جنوبي کوريا د ګډو ځواکونو مشر وئيلي چې د ابدوز نه سمندر پله ميزائيل توغول شوی دی . او د پوځ يو وياند وئيلي چې سيؤل شمالي کوريا څاري او په بشپړ ډول خپله دفاع کوي .

د امريکې خارجه محکمې وئيلي چې د شمالي کوريا د بيلسټک ميزائيلو تجربې د ملګرو ملتونو د امنيتي شورا د قراردادونو سرغړونه ده .

امريکايي خبري ادارې " ايسوسي ايټډپريس " د وياند جان کربې د خلې وئيلي " امريکا په شمالي کوريا د داسې ګامونو نه په ډډه پاتې کېدو زور راوړي کوم چې په سيمه کې د بې ثباتۍ سبب جوړيږي " .

د شمالي کوريا خارجه وزير ايسوسي ايټډپريس ته د خالي په ورځ يوه مرکه کې وئيلي که چرته امريکا خپل کاليز پوځي مشقونه وځنډوي نو ملک يې جوهري تجربو پرېښودو ته تيار دی .

خارجه وزير ري سُو ينګ په لمړي ځل کومې لويديځي خبري ادارې سره مرکه کړې ده . هغه د پيانګ يانګ هغه پخوانی دريز بيا تکرار کړی چې امريکا ـ شمالي کوريا د خپلې دفاع دپاره جوهري وسلې جوړولو پله ورديکه کړې ده .

هغه وئيلي "په جزيره نما (ټاپو) کې دې جوهري مشقونه بند کړی شي بيا به مونږ هم خپلې تجربې پرېږدو" .

ځانګړې ویډیوګانې

ډېره اسماعیل خان کې د پولیو نوې پېښه رپوټ شوې ده
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:00 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

د چین نه نوی خور شوی وایرس - پاکستان کې یې په اړه اندېښنې
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG