لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان امن عمل لپاره دچين او پاکستان دهڅو په دوامداره ساتلو اتفاق


 دپاکستان دبهرنو چارو دوزارت له لوري تيره شپه جاري شوي يو بيان ترمخه ددې ارادې څرګندونه دوزيراعظم نوازشريف دبهرنو چارو دصلاح کار سرتاج عزيز او دچين دبهرنو چارو دوزير وانګ ژي ترمينځ بيجنګ کې دليدنې په مهال شوې ده.
دپاکستان دبهرنو چارو دوزارت له لوري تيره شپه جاري شوي يو بيان ترمخه ددې ارادې څرګندونه دوزيراعظم نوازشريف دبهرنو چارو دصلاح کار سرتاج عزيز او دچين دبهرنو چارو دوزير وانګ ژي ترمينځ بيجنګ کې دليدنې په مهال شوې ده.

پاکستان او چين جګړه ځپلي هيواد افغانستان کې دامن او ثبات دهڅو لړ کې افغان حکومت سره په ګډه په کار کولو اتفاق کړى دى.

دپاکستان دبهرنو چارو دوزارت له لوري تيره شپه جاري شوي يو بيان ترمخه ددې ارادې څرګندونه دوزيراعظم نوازشريف دبهرنو چارو دصلاح کار سرتاج عزيز او دچين دبهرنو چارو دوزير وانګ ژي ترمينځ بيجنګ کې دليدنې په مهال شوې ده.

دبيان ترمخه پاکستان او چين دواړو په دې خبره اتفاق کړى چې افغانستان کې به دامن او ثبات دمقصد لپاره افغان حکومت سره په ګډه کار دوامداره ساتلى شي.

سرتاج عزيز اسيا کې داعتماد سازۍ دسيوا کيدو لړ کې يوه غونډه کې ګډون لپاره چين ته تللى.

دپاکستان دبهرنو چارو دوزارت دبيان ترمخه غونډه کې شريکو لوړپوړو سفارت کارانو دبين المللي او سيمه ييزو چارو په ګډون دافغانستان په وضعيت هم خبرې اترې کړي دي.

په ډاګه دې وي چې دروانې اوونۍ پيل کې افغان ولسمشر اشرف غني دخپل هيواد پارلمان ته په وينا کې ويلي وو هغه اوس هيله نه کوي چې پاکستان به طالبان دخبرو اترو ميز ته راولي.

هغه پاکستان کې دموجودو افغان طالبانو په ضد دګامونو اخستو غوښتنه کړې وه او ويلي يې وو پاکستان څلور ملکي غونډه کې په دې خبره اتفاق کړى و چې دهاغه طالبانو په ضد به ګامونه اخلي کوم چې دسولې خبرو کې شريکيدو څخه انکار کوي.

طالبانو څو اوونۍ دمخه دافغان حکومت په ضد ټول افغانستان کې دعمري په نوم دسپرلي دروايتې جګړې اعلان او افغانستان څخه يې دټولو غيرملکي پوځيانو تر وتلو افغان حکومت سره دخبرو اترو څخه انکار کړى و.

دافغان ولسمشر دبيان څخه وروستو دپاکستان دبهرنو چارو دوزارت له لوري جاري شوي بيان کې په ډاګه کړل شوې وه چې دطالبانو دمذاکراتو ميز ته راوستل يواځې دپاکستان مسؤليت نه دى خو بيان کې دا هم ويل شوي وو چې دافغان امن عمل لپاره به مخلصانه هلې ځلې دوامداره ساتلى شي.

افغان طالبانو اسلام اباد ته دخپل قطر دسياسي دفتر ديو پلاوي دتګ پخلى هم کړى و خو ويلي يې وو دغه پلاوى يواځې په سرحدي چارو، افغان کډوالو او دبندي طالب جنګيالو په اړه خبرې اترې کوي.

پاکستان په باضابطه توګه دطالبانو ددغه پلاوي دسفر پخلى او يا ترې انکار نه دى کړى خو افغان حکومت پاکستان ته دافغان طالبانو په دغه سفر سختې نيوکې کړي او ويلي يې دي بايد پاکستان يوې ترهه ګريزې ډلې ته ددغسې هلو ځلو اجازه نه وى ورکړى.

بيجنګ کې دسرتاج عزيز او چين دبهرنو چارو دوزير وانګ ژي ترمينځ ليدنه کې هم افغانستان کې دامن او جوړجاړي دعمل مخ په وړاندې بوتللو لپاره دجوړې شوې څلور ملکي مشاورتي غونډې ارزښت ومنل شو.

دتيرکال اخره کې دافغانستان، پاکستان، امريکا او چين داستازو يوه څلور ملکي ډله جوړه کړل شوې وه چې مقصد يې دافغانانو په مشرۍ دسولې دعمل هلو ځلو کې مرسته ورکول وو.

تردې مهاله ددغه څلور ملکي ډلې څلور غونډې ترسره شوي خو پکې دشاملو هيوادونو دهلو ځلو باوجود دافغان طالبانو او افغان حکومت ترمينځ نيغ په نيغه خبرې اترې نه دي شوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG