لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بنګله دېش: د هندو د وژنې زمه واري داعش قبوله کړې


 له دې وړاندې هم په دغه ډول بريد کې  يو ازادخياله بلاګر وژل شوی ؤ .
له دې وړاندې هم په دغه ډول بريد کې  يو ازادخياله بلاګر وژل شوی ؤ .

د امريکې د څارنې يوې ډلې "سايټ" وئيلي د خالي په ورځ مرکزي بنګله دېش کې د هندو درزي د وژنې زمه واري تُندروه ډلې داعش قبوله کړې ده .

د بنګله دېش چارواکو وئيلي د خالي په ورځ تُورې په لاس دوه کسان د تانګېل ضلعې دوبېل کلي کې د نيکيل چندر دوکان ته ورغلي او په هغه يې ګوزارونه کړي دي او بيا په موټرسائيکل تښتيدلي دي .

د سائت ترمخه داعش د دغه پېښې زمه واري قبوله کړې او تور يې لګولی نيکيل د پېغمبراسلام محمد(ص) سپکاوی کړی وو .

په کال ۲۰۱۲م کې هم دغه درزي ځايي مسلمانانو د پېغمبراسلام د سپکاوي په تور وهلی ؤ .

يو ځايي پوليس افسر اسلم خان وي او ای ته وئيلي د مسلمانانو په شکايت نيکيل نيول شوی او هغه يوه مياشت په جېل کې هم بند ؤ .

هغه وئيلي له دې وړاندې هم په دغه ډول بريد کې يو ازادخياله بلاګر وژل شوی ؤ . پوليس افسر وئيلي دويې د پېښې پلټنې پېل کړي دي .

د پوليس افسر په وينا دويې دا وخت په دغه وژنه کې د کومې تُندلارې ډلې د ککړتيا په اړه څه نه شي وئيلی .

د خالي په ورځ د هندو درزي وژنه په بنګله دېش کې د اپرېل په مياشت کې پينځمه پېښه وه چې په مبيته توګه اسلامي تُندلاري پکې ککړ دي .

داعش له دې وړاندې هم د ازادخيال بلاګر او نورو فعالانو سره د څو وژنو زمه واري قبوله کړې ده . ولې د بنګله دېش چارواکي وايي چې سُني ترهګره ډله يې په ملک کې شتون نه لري .

د خالي په ورځ د بنګله دېش د کورنو چارو وزير اسدالزمان خان وئيلي د هندو د وژنې د داعش زمه واري قبلول بې بنياده دعوه ده .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG