لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امريکې او اتحاد يې دداعش په ضد عملياتو تېزولو پرېکړه کړې


اتحاد ژمنه کړې ، په عراق کې د داعش د ولقې نه د موصل او رقه د علاقو خلاصولو دپاره به هڅې تېزولی شي .
اتحاد ژمنه کړې ، په عراق کې د داعش د ولقې نه د موصل او رقه د علاقو خلاصولو دپاره به هڅې تېزولی شي .

امريکا او ۱۱ نور اتحادي هېوادونه يې په جرمني کې رايوځاې شوي او د داعش په ضد روانو هڅو باندې يې خبرې اترې کړي دي .

د غونډې نه وروستو په جاري شوې ېوه ګډه اعلاميه کې ګروپ د دې ژمنه کړې چې په عراق کې به د داعش د ولقې نه د موصل او رقه د علاقو خلاصولو دپاره هڅې تېزولی شي .

بيان کې وئيل شوي چې د خپلو اتحاديانو په ځمکه د برياوې ترلاسه کولو په لړ کې به د هغوې د مرستو تُندولو دپاره په نزدې وخت کې د دوې توان زيات کړی شي .

د اتحاد په بيان کې وئيل شوي " مونږ د عراق په ټولو سياسي مشرانو زور راوړی چې خپل سياسي اختلاف هېر کړي او په قانوني او پُرامنه ډول د روغې هڅې وکړي، او د دښمن په ضد يو شي" .

د شورو په ورځ ترسره شوې دې غونډه کې د اسټريليا، کينېډا، ډنمارک، فرانس، جرمني، اټلي، نېدرلېنډ، نيوزي لېنډ، ناروی، سپېن او برطانيې د دفاع وزيرانو ګډون کړی دی . دا غونډه د جرمني په اسټټ ګارټ ښار کې د امريکې د پوځ د يورپي کمان په مرکزي دفتر کې شوې ده .

دا غونډه د فرورۍ په مياشت کې برسلز کې د ناستې يوه کړۍ وه . له دې يوه ورځ وړاندې په شمالي عراق کې د داعش د لاسه د امريکې د سمندري ځواک غړی وژل شوی ؤ .

د امريکې د دفاع وزير اېش کارټر د شورو په ورځ وئيلي " دا جګړه لا ختمه نه ده او څو خطرې رامخې ته دي، تېره ورځ مونږ د دې سره مخ شوي وو کله چې د امريکې د پوځ يو عسکر پيټي افسر فرسټ کلاس چارلس کيټنګ چې په سمندري ځواک کې ؤ د موصل په شمال کې پېشمرګه ته د مرستو او صلاح ورکولو په وخت ووژل شو هغه د داعش په ضد نېغ په نېغه جګړه کې شريک وو" .

د کارټر په وينا " دا خطرې نورې سېوا کېدی شي او مونږ ته په دغه زيان ډېر افسوس دی " .

په عېن حال کې د شورو په ورځ اتحادي ځواکونو وئيلي چې د نهې په ورځ يې په شام او عراق کې په داعش ۲۲ فضايي حملې کړي دي دغه حملې د عراقي ځواکونو په همکارۍ شوي دي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG