لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي کوريا بهرملکي خبريالان خوشي کړي


خبريال روپرټ ونګفيلډهېز د خپل کېمره مېن او پروډيوسر سره د پيانګ يانګ په هوايي ډګر د جمعې په ورځ هغه وخت نيول شوی ؤ چې کله دوې د ملک نه روانېدل .
خبريال روپرټ ونګفيلډهېز د خپل کېمره مېن او پروډيوسر سره د پيانګ يانګ په هوايي ډګر د جمعې په ورځ هغه وخت نيول شوی ؤ چې کله دوې د ملک نه روانېدل .

شمالي کوريا د برطانيې خبري ادارې (بي بي سي) يو ټيم ته د ملک نه د تللو امر کړی دی . وئيل کيږي د شمالي کوريا واکمن د هغوې د راپورونو نه خوشحاله نه ؤ .

بي بي سي وئيلي خبريال يې د جمعې په ورځ واکمنه ګوند د غونډې نه لږه شيبه وړاندې په دې نيولی ؤ ، چې هغه په مبينه توګه د دغه ملک سپکاوی کړی دی .

خبريال روپرټ ونګفيلډهېز د خپل کېمره مېن او پروډيوسر سره د پيانګ يانګ په هوايي ډګر د جمعې په ورځ هغه وخت نيول شوی ؤ چې کله دوې د ملک نه روانېدل .

روپرټ په جهاز کې د سورېدو نه وړاندې نيول شوی او تر اته ؤ ساعتو پورې ترې اښتنې پوښتنې شوې وې .

د شمالي کوريا د قومي امن کمېټۍ وياند اوريونګ ال وئيلي روپرټ ځکه نيول شوی ؤ چې هغه رښتوني ليکل نه کول او د ملک مشرتابه ته يې بد ويل .

وياند وئيلي چې خبريال د ګل په ورځ د ملک پرېښودو نه وړاندې يوه معافي نامه ليکلې او هغه به بيا کله ملک ته نه شي راپرېښودی .

د برطانيې خبريال د خپل ټيم سره د ورکرز پارټۍ د کانګرس د غونډې نه وړاندې د نوبل جائزه ګټونکو سره په شمالي کوريا کې موجود وو .

په تېرو څو ورځوکې د ۱۰۰ نه زيات بهر ملکي خبريالان د کانګرس په اړه خبرونو ورکولو دپاره پيانګ يانګ ته رسېدلي . د ورکرز پارټۍ په ۳۶کاله موده کې دا لمړۍ غونډه وه .

د کانګرس په غونډه کې د شمالي کوريا مشر کِم جونګ اُن په مهم موضوعاتو باندې خبرې کړي دي . نوموړي د هغې وخت پورې د جوهري وسلو نه کارولو ژمنه کړې چې د کومې پورې ملک ته خپله جوهري خطره نه وي ورپېښه .

هغه د جنوبي کوريا سره په نورو خبرو کولو هم زور راوړی دی . په کانګرس کې مشر ته يو بل اعلی اعزاز هم ورکړی شوی دی .

بهر ملکي خبريالانو ته په کانګرس کې د ګډون اجازت نه ؤ ورکړی شوی او هغوې د ودانۍ نه بهر خپل راپورونه ورکړي وو .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG