لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پوليس وايي پنجاب کې دغيرت په نوم درې ښځې وژل شوي


 دميډيا راپورونه وايي دغيرت په نوم ددريوو ښځو دوژلو دغه پيښه دفيصل اباد دبلوچني په چک ٩٢ رب سيمه کې رامينځته شوې ده.
دميډيا راپورونه وايي دغيرت په نوم ددريوو ښځو دوژلو دغه پيښه دفيصل اباد دبلوچني په چک ٩٢ رب سيمه کې رامينځته شوې ده.

پوليس وايي دپاکستان دپنجاب صوبې فيصل اباد سيمه کې دغيرت په نوم ديوې کورنۍ درې ښځې وژل شوي دي.

دميډيا راپورونه وايي دغيرت په نوم ددريوو ښځو دوژلو دغه پيښه دفيصل اباد دبلوچني په چک ٩٢ رب سيمه کې رامينځته شوې ده.

دميډيا راپورونو کې دپوليسو له خُلې ويل شوي دي د ناصر حسين نومې تن ښځه نسرين، دهغې ميرنه لور فرزانه او وريره زهرا دکور دننه په ډزو سره وژل شوي دي.

پوليس وايي دريواړه ښځې دغيرت په نوم وژل شوي او پيښې څخه وروستو ددغو ښځو نزدې رشته داران تښتيدلي دي.

دراپورونو ترمخه دپنجاب صوبې وزيراعلي شهباز شريف ددغه پيښې نوټس اخستى، پوليسو څخه يې دپيښې راپور غوښتى او پيښه کې دککړو کسانو دنيولو امر يې کړى دى.

دوژل شوې ښځې نسرين دخاوند ناصر حسين لخوا بلوچني تاڼه کې ددغه پيښې په ضد مقدمه درج کړل شوې ده پوليس دعوه کوي چې پيښه کې دککړو کسانو دنيولو لپاره ګامونه اخلي.

دپنجاب په فيصل اباد سيمه کې دغه درې ښځې دغيرت په نوم په داسې حال کې وژل شوي چې تيره اوونۍ پوليسو ويلي وو دخيبرپښتونخوا په ايبټ اباد سيمه کې هم يوه جينۍ دغيرت په نوم وژل شوې وه.

پوليسو ويلي وو دغه جينۍ له دې امله وژل شوې او سوځول شوې چې هغې په شکمنه توګه ديوې بلې ښځې دخپل کور څخه تيښته کې مرسته کړې وه.

ددغه جينۍ دوژلو امر ديوې جرګې لخوا شوى و، دغه ١٥ کسيزه جرګه دپرويز په نوم ديو تن په مشرۍ کې راغوښتل شوې وه او دعنبرين په نوم ديوې ٢٠ کلنې جينۍ دوژلو امر يې له دې امله کړى و چې هغې ته دخپلې خوښې مطابق دواده کوونکې يوې بلې جينۍ صايمې دکور څخه دتښتيدو علم ؤ.

پاکستان په کال ٢٠٠٥م کې پخپل کريمينل کوډ کې بدلون کړى و ترڅو دخپلو ښځينه رشته دارانو وژونکي هاغه سړي دسزا خوړلو څخه ځان بچ او ونه بخښل شي کوم چې ځان دوژل شوي تن وارث ګرځوي.

خو په دغه هيواد کې دا پريکړه ديو قاضي په صوابديد ده چې درشته دارانو دبخښلو څخه وروستو وژونکي ته دبند سزا ورکوي او که نه او ناقدين هم په دغه نکته نيوکې کوي چې قانون کې هم ددې کمي له امله وژونکي دسزا څخه بچ وتلى شي.

که هر څو دپاکستان موجوده وزيراعظم نوازشريف دغيرت په نوم دقتل دمخنيوي ژمنه کړې خو دغه لړ کې تر دې مهاله هيڅ رقم قانون سازي نه ده شوې.

ځانګړې ویډیوګانې

بلوچستان کې د تشدد زیاتېدل: وجه یې څه ده او خلک څه فکرمندي لري؟
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:48 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG