لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان او عراق کې دامريکا غږ خبريالان وهل شوي دي


دامريکا غږ ډايريکټر امنډا بنيټ ددوو خبريالانو دوهلو ټکولو او ويرولو دغه پيښې افسوسناکې ګرځولي دي.
دامريکا غږ ډايريکټر امنډا بنيټ ددوو خبريالانو دوهلو ټکولو او ويرولو دغه پيښې افسوسناکې ګرځولي دي.

روانه اوونۍ کې پاکستان او عراق کې دامريکا غږ دوه خبريالان وهل شوي او ويرول شوي دي.

دامريکا غږ ډايريکټر امنډا بنيټ ددوو خبريالانو دوهلو ټکولو او ويرولو دغه پيښې افسوسناکې ګرځولي دي.

يو بيان کې بنيټ ويلي دي افسوس دى چې امنيتي ځواکونو دامريکا غږ دغه استازي وهلي ټکولي او ويرولي دي او هغوي دبې طرفه خبرونو ورکولو خپله پيشه وارانه کار ترسره کولو

دبنيټ په قول ددړکو ورکولو دعمل الټه اغيزه کيږي، امريکا غږ درښتيا معلومولو او عام کولو دعمل څخه څوک نه شي منعې کولى.

دډيوه ريډيو په خبريال نعمت الله سرحدي په ١٢مه مئ، دزيارت په شپه سيمه ييزو پوليسو دپاکستان دبلوچستان ايالت په چمن سيمه کې بريد کړى، هغه درپورټنګ څخه وروستو کور ته ستنيدو او کله چې سرحدي خپله پيژندګلو دامريکا غږ دخبريال په توګه وکړه نو پوليسو هغه سخت ووهلو ، تر دې چې دهغه دپوزې څخه وينې روانې شوې.

بيان کې ويل شوي دي په دغه مهال يو لاروي پوليسو ته وويل هغوي دې دسرحدي سره زياتى نه کوي.

تيره ورځ سيمه ييزو خبريالانو چمن کې ددغه پيښې په ضد يوه احتجاجي مظاهره هم کړې او دتشدد ددغه پيښې سخته غندنه يې کړې ده.

همدغه راز زهار محمد هم دامريکا غږ دکرد سروس لپاره يوه خبرياله ده، په هغې دزيارت په ورځ هاغه مهال بريد شوى کله چې هغې دعراقي کردستان دسليمانيه ښار ديو جومات څخه بهر دروان احتجاج کوريج کولو.

دبيان ترمخه دکرد امنيتي ځواکونو( کى ايس ايف) په دريشۍ کې يو عسکر زهار محمد څخه دکيمرې او موبايل فون داخستو هڅه وکړه او دړکه يې ورته وکړه چې په دغسې نه کولو به هغه سخته وهل کيږي.

کله چې زهار هغه ته دکيمرې او موبايل ورکولو څخه انکار وکړو نو دغه عسکر هغه پسر ووهله چې ورسره دهغې چشمې ماتې شوې، ددې باوجود هغه خبريالې خپل سامان دځان سره وساتلو اوپخپل کوريج کې بوخته شوه او وروستو دکى ايس ايف نورو غړو دغه عسکر ددغه ځايې څخه لرې کړو.

دبراډکاسټنګ بورډ اف ګورنرز( بي بي جى) مشر او ډائريکټر، جان لينسنګ پاکستان، عراق او دټولې نړۍ چارواکو څخه غوښتنه کړې ده چې ددغه رقم جارحانه حربو څخه دې ډډه وکړي ، دهغه په قول ددې يواځينۍ مقصد بې پلوه صحافت او داظهار ازادي خاموشه کول دي.

دډيوه ټي وي او ريډيو دپاکستان او افغانستان سختې سرحدي سيمې لپاره دازادانه او بې پلوه خبرونو او اطلاعاتو دورکړې پيشه وارانه کار ترسره کوي، دغه سيمه کې دپنځوسو ملينو څخه زيات پښتانه ميشته دي، په ياده دې وي چې دغه سيمه کې دسيمه ييزو، نړيوالو او امريکا په اړه دخبرونو او اطلاعاتو دسيمه ييزو ازادانه سرچينو کمى دى،دغلته عسکري بيانيه، جهادي ايجنډا او تندروه ډلې سرکاري او شخصي ميډيا کې غالب دي، ډيوه ريډيو دسيمې خلکو ته دريډيو، ټي وي او انټرنيټ له لارې ازادانه او بې پلوه خبرونه او اطلاعات رسوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG