لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

داعش بغداد کې دبريد پړه په غاړه اخستې


دبغداد په تاجي نومې سيمه کې رامينځته شوي دغه ځانمرګي بريد کې ٢٤ کسان ژوبل شوي هم دي.

تندروه ډلې داعش داتوار په ورځ دعراق پلازمينه بغداد کې دګيس په يوه فيکټرۍ دترسره شوي هاغه ځانمرګي بريد پړه په غاړه اخستې چې پکې خواوشا ١٤ کسان وژل شوي دي.

دبغداد په تاجي نومې سيمه کې رامينځته شوي دغه ځانمرګي بريد کې ٢٤ کسان ژوبل شوي هم دي.

يو ځانمرګي دچاوديدونکو موادو څخه ډک ګاډى دګيس دپيداوار ددتنصيب دمرکزي دروازې سره نزدې چولى او ددغه چاودنې څخه وروستو يو بل ګاډى چې پکې شپږ ترهه ګر ناست وو دغه تنصيب ته په ننوتلو کې بريالي شول.

دبغداد دعملياتو دکمانډ د يو وياند ترمخه دخواوشا يوې ګينټې دنښتې څخه وروستو امنيتي ځواکونو په دغو ترهه ګرو قابو وموندله ، خو هغوي دتنصيب دګيس دذخيره کولو دريوو کنټينرو ته اور واچولو.

ددغه بريدپړه تندروه ډلې داعش په غاړه اخستې ده، دغه ډله دعراق په لويديزه او شمالي برخه قابضه ده او بغداد کې په دې وروستيو کې دګڼو بريدونو پړه په غاړه اخستې.

XS
SM
MD
LG