لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

بغداد کې بمي چاودنو خواوشا ٧٠ کسان وژلي،١٠٠ ژوبل


ترټولو خونړى بريد دبغداد شمال لوري ته په الشاب نومې سيمه کې رامينځته شوى، چرته چې دچارواکو په وينا يو ځانمرګي ځان په يو بازار کې الوځولى دى، ددغه سيمې زياتره خلک شيعه ورورولۍ سره تعلق لري.

دعراق پلازمينه بغداد کې ترسره شوو بمي چاؤدنو کې ٦٨ کسان وژل شوي اؤ د١٠٠ؤ څخه زيات نور ژوبل شوي دي.

ترټولو خونړى بريد دبغداد شمال لوري ته په الشاب نومې سيمه کې رامينځته شوى، چرته چې دچارواکو په وينا يو ځانمرګي ځان په يو بازار کې الوځولى دى، ددغه سيمې زياتره خلک شيعه ورورولۍ سره تعلق لري.

تندروه ډلې داعش ددغه بريد پړه په غاړه اخستې، دې بريد کې لږ ترلږه ٣٤ کسان وژل شوي او خواوشا ٧٠ نور ژوبل شوي دي.

يو بل بريد کې دبغداد سويل لوري ته په رشيد نومې سيمه کې يوه موټري بم چاودنه شوې ده چې له امله يې شپږ کسان وژل شوي او ٢٢ نور ژوبل شوي دي.

همدغه راز دبغداد صدر سټي دشيعه مسلمانانو سيمه کې يوه موټري بم چاودنه شوې ده چې له امله يې ١٩ کسان وژل شوي او ٢١ نور ژوبل شوي دي.

دايسوسي ايټډ پريس ترمخه څلورم بريد دحبيبيه په شمال ختيزه سيمه کې په يو ريستوران شوى چې له امله يې نهه کسان وژل شوي دي.

تيره اوونۍ تندروه ډلې داعش دبغداد خواوشا سيمو کې دهاغو بريدونو پړه په غاړه اخستې وه چې پکې ١٠٠ کسان وژل شوي وؤ.

XS
SM
MD
LG