لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان وايي دروغې جوړې له لارې افغانستان کې امن راتلى شي


 دپاکستان پلازمينه اسلام اباد کې دافغانستان په اړه يو سيمينار ته دوينا په مهال اعزازچوهدري وويل څلور ملکي رابطه ډله دافغان امن عمل دلارې هوارولو سمه لار ده.
دپاکستان پلازمينه اسلام اباد کې دافغانستان په اړه يو سيمينار ته دوينا په مهال اعزازچوهدري وويل څلور ملکي رابطه ډله دافغان امن عمل دلارې هوارولو سمه لار ده.

دپاکستان دبهرنيو چارو سکتر اعزاز احمدچوهدري په ډاګه کړې ده چې افغانستان کې دروغې جوړې دعمل څخه پرته امن نه شي ټينګيدى.

دپاکستان پلازمينه اسلام اباد کې دافغانستان په اړه يو سيمينار ته دوينا په مهال اعزازچوهدري وويل څلور ملکي رابطه ډله دافغان امن عمل دلارې هوارولو سمه لار ده.

هغه وويل دپاکستان، افغانستان، امريکا او چين داستازو څلور ملکي رابطه ډله دافغان حکومت او افغان طالبانو ترمينځ نيغ په نيغه خبرو اترو لپاره ګډې هڅې کوي.

دهغه وينا وه که هر څو طالبانو دهغوي دغو هلو ځلو ته مثبت ځواب نه دى ويلى خو څلور ملکي ډلې تيره ورځ اسلام اباد کې دترسره شوې پينځمې غونډې په مهال دزر تر زره خبرو اترو لپاره دهڅو ددوامداره ساتلو ژمنه کړې.

دبهرنو چارو سکتر وويل پاکستان به څلور ملکي رابطه ډله کې دشاملو نورو هيوادونو سره په ګډه دې لړ سنجيده هڅې دوامداره ساتي.

په دغه مهال اعزازچوهدري دپاکستان او افغانستان ترمينځ په ټولو کچو دګټورو تماسونو په ضرورت زورراوړو او ويل ځينې عناصر ددې تاثر ورکولو هڅه کوي چې ګنې طالبان دپاکستان تر واک لاندې دي خو دهغه په قول هم ددغه تاثر له امله پاکستان څخه غيرحقيقي هيلې کولى شي.

هغه ومنله چې دپاکستان او افغانستان ترمينځ دبې باورۍ له امله هم افغانستان کې دامن هلې ځلې اغيزمنې شوي خو وې ويل دتورونو لګولو سره يواځې دهاغو خلکو مقصدونه ترلاسه کيږي څوک چې دافغانانو ترمينځ دروغې جوړې عمل نه غواړي.

دبهرنو چارو سکتر وويل افغانستان کې دتشدد اوسنو پيښو کې داضافې له امله دامن وامان په خرابيدونکې وضعه او داولسي وګړو په وژنه انديښنې لري او په ځانګړې توګه يې کابل کې په ١٩م اپريل دشوي بريد غندنه وکړه.

دپاکستان دبهرنو چارو دوزارت وياند نفيس ذکريا هم ميډيا ته داووه نيز حال احوال تيرولو په مهال ويلي دي پاکستان افغانستان کې امن لپاره دهرې هاغه هڅې ملاتړ کوي چې ورسره تندروه ډلې دخبرو اترو ميز ته راوستل کيږي.

که هر څو دپاکستان، افغانستان، امريکا او چين داستازو څلور ملکي رابطه ډله دافغان حکومت او افغان طالبانو ترمينځ دخبرو اترو لړ کې هلې ځلې کوي خوافغان طالبانو افغان حکومت سره افغانستان څخه دټولو غيرملکي پوځيانو تر وتلو دخبرو اترو امکان رد کړى اوتيره مياشت يې ټول افغانستان کې دعمري په نوم دسپرلي دروايتې جګړې اعلان هم کړى ؤ.

داپريل په ١٩مه نيټه کابل کې دافغان استخباراتي شبکې په دفتر ځانمرګي بريد کې د٧٠ؤ کسانو دوژل کيدو او خواوشا ٣٥٠ؤ دژوبل کيدو څخه وروستو افغان حکومت پخپل ګاونډي هيواد پاکستان دافغان طالبانو په ضد دپوځي عملياتو پيل کولو لپاره ټينګار کوي.

خو پاکستان دافغان حکومت ددغه دريځ سره اختلاف لري او وايي دطاقت په کارولو سره تيرو ١٤ؤ کلونو کې افغان ستونزه هواره شوې نه ده نو ځکه دې هم دخبرو اترو لارې ته اوليت ورکړل شي.

دسولې خبرو کې دپرمختګ نه کيدو او دطالبانو لخوا افغانستان کې بريدونو کې داضافې له امله دپاکستان او افغانستان اړيکې تاؤژنې کيږي.

تيره مياشت افغان ولسمشر اشرف غني دپارلمان ګډې غونډې ته دوينا په مهال په پاکستان غږ کړى و چې دخبرو اترو ميز ته دطالب مشرانو راوستو پځايې دې دهغوي په ضد پوځي عمليات وکړي، هغوي دې ونيسي او افغانستان ته دې يې وسپاري.

پاکستاني چارواکي په دې خبره ټينګار کوي چې (دطالبانو په ضد) پوځي عمليات دټولو څلورو واړو هيوادونو ترمينځ درايې اتفاق ته اړتيا لري.

دطالبانو او افغان حکومت ترمينځ لمړۍ نيغ په نيغه رابطه دکال ٢٠١٥م دجولا يي مياشت کې دپاکستان دپلازمينې اسلام اباد سره نزدې دسيلګرۍ په مقام مري کې شوې وه.

دخبرو اترو دوهم ټاکل شوى پړاؤ وروستو له هغې منسوخ شوى و چې دافغان طالبانو دمشر ملا عمر دمړينې خبرونه مخې ته راغلل.

دطالبانو دقطر سياسي دفتر اسلام اباد ته اوس اوس دخپل يو پلاوي دسفر پخلى کړى و او ويلي يې وو ددغه پلاوي اسلام اباد ته دسفر مقصد دافغان کډوالو، سرحدي سيمو او په ځانګړې توګه دملا برادر او نورو بنديانو په اړه خبرې اترې کول دي.

افغان حکومت دطالبانو اسلام اباد ته په دغه سفر هم سختې نيوکې کړې وې.

بل لوري ته پاکستان او افغانستان لپاره دامريکا ځانګړي استازي رچرډ اولسن دپاکستان دپينډۍ ښار په پوځي مرکز (جي ايچ کيو) کې دپاکستان دپوځ دسرلښکر جنرال راحيل شريف سره ليدنه کړې اودپوځ دمطبوعاتي څانګې ايي ايس پي ار ترمخه په دغه مهال په سيمه ييزه امنيتي وضعه اوافغانستان په اړه خبرې اترې شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG