لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر اوباما د ملامنصور د وژنې پخلی کړی


د افغانستان استخباراتي ادارې ويلي چې امريکايي فضايي بريد کې د طالبانو مشر ملامنصور د افغانستان سره په پوله نزدې پاکستان کې وژل شوی دی .
د افغانستان استخباراتي ادارې ويلي چې امريکايي فضايي بريد کې د طالبانو مشر ملامنصور د افغانستان سره په پوله نزدې پاکستان کې وژل شوی دی .

د امريکې صدر باراک اوباما پخلی کړی چې امريکايي ډرون بريد کې د افغان طالبانو مشر ملااختر منصور وژل شوی دی .

صدر باراک اوباما ويلي د طالبانو مشر ملااخترمنصور وژنه " د هغې ډلې مشر د مخې نه لرې کړی شو چا چې په امريکايي او اتحادي ځواکونو بريدونه کول" .

صدر اوباما نن د ګل په ورځ يو بيان کې ويلي منصور د افغان حکومت سره د سولې هغه خبرې رد کړې وې چې " په سنجيدګۍ سره دې د سولې خبرو کې شريک شي او د تشدد لړۍ دې پرېږدي په کومه کې چې بې ګناه افغانان ښځې، سړي او ماشومان وژل کيږي ".

صدر اوباما په طالبانو غږ کړی چې افغان حکومت سره د " روغې جوړې او تل پاتې سولې په بهير" کې يو ځاې شي .

د امريکا صدر دغه بيان په داسې وخت کې ورکړی چې د اتوار په ورځ د افغانستان استخباراتي ادارې پخلی کړی چې امريکايي فضايي بريد کې د طالبانو مشر ملامنصور د افغانستان سره په پوله نزدې پاکستان کې وژل شوی دی .

پاکستان ويلي امريکا ورته د ډرون بريد نه وروستو خبر ورکړی ؤ او زياته کړې يې ده بريد يې د خپلواکۍ سرغړونه ده . اسلام اباد په بريد کې د منصور وژنه نه ده تائيد کړې .

راپورونه وايي ځيني طالب مشران د منصور وژنه تائيد کوي خو وايي چې په دغې اړه به رسمي بيان د شوراکونسل جاري کوي .

د افغانستان استخباراتي ادارې ويلي ډرون بريد د خالي په ورځ پاؤکم څلور بجې د بلوچستان صوبې په دالبندين سيمه کې شوی دی .

پاکستاني چارواکو د کوئټې سېول روغتون د ډاکټر له خلې وئيلي روغتون ته دوه مړي راوړل شوي او ځاې خلکو ويلي دا دواړه کسان په کوچکي سيمه کې په ټېکسي (ګاډي) شوي هوايي بريد کې وژل شوي وو .

د ټېکسي ډرائيور پېژندګلو شوې او مړی يې خپلوانو ته ورکړی شوی دی .

وئيل کيږي په ټېکسي کې ناسته سورلۍ (مسافر) اختر منصور ؤ ، د هغه نه د ولي محمد په نوم پاکستانی پاسپورټ او شناختي کارډ ترلاسه شوي دي . ځينو طالبانو سرچينو وايس اف امريکا ته په پاکستاني پاسپورټ د منصور د عکس پخلی کړی دی .

د بريد د ځاې په عکسونو او ويډيو کې يو تباه شوی ګاډی ليدل کيږي .

د اتوار په ورځ د افغان صدر اشرف غني دفتر هم په ملااختر منصور ترسره شوی بريد تائيد کړی ؤ .

له دې وړاندې امريکايي چارواکو ويلي ؤ صدر باراک اوباما د دغه بريد اجازه ورکړې وه .

ملا اختر منصور تېر کال د جون په مياشت کې د طالبانو د مشر ملا عمر د مړينې نه وروستو د افغان طالبانو د تحريک مشر وټاکل شو خو د هغه په ټاکلو د وړومبۍ ورځې نه ځينو طالب مشرانو اختلاف لرلو .

منصور د وسله والو طالبانو او افغان حکومت تر منځ د سولې په خبرو کې مهم خنډ و، هغه د طالبانو مشرانو ته اجازه نه ورکوله چې د افغانستان د حکومت له استازو سره وګوري .

ملامنصور د طالبانو د تحريک د بنياد اېښودونکو په ډله کې شامل ؤ . هغه د طالبانو د واکمنۍ په وخت کې د هوايي ملکي چلند د وزارت سرپرست ؤ او څه موده د کندهار والي هم ؤ .

دا وړومبی ځل دی چې د پاکستان په جنوب لويديځه صوبه بلوچستان کې امريکايي ډرون بريد شوی او د طالبانو مشر پکې په هدف شوی دی . له دې وړاندې به د ډرون بريدونه په شمال لويديځه قبايلي سيمو کې شوي دي .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG