لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پيښور او سوات کې وسله والو څلور عسکر وژلي


 دپوليسو دلوړپوړي مشر( ايس ايس پي) اپريشنز عباس مجيد مروت ترمخه په موټر سايکل سورو وسله والو دپيښور په رنګ روډ دفرنټير کانسټيبلري(ايف سي) يو ګاډى دپتنګ چوک سره نزدې ډزې وکړې چې له امله يې يو عسکر په موقع ساه ورکړه او دوه ژوبل شول.
دپوليسو دلوړپوړي مشر( ايس ايس پي) اپريشنز عباس مجيد مروت ترمخه په موټر سايکل سورو وسله والو دپيښور په رنګ روډ دفرنټير کانسټيبلري(ايف سي) يو ګاډى دپتنګ چوک سره نزدې ډزې وکړې چې له امله يې يو عسکر په موقع ساه ورکړه او دوه ژوبل شول.

دپاکستان دخيبرپښتونخوا صوبې په سرښار پيښور او سوات سيمه کې وسله والو دمليشه ځواکونو(ايف سي) او پوليسو څلور عسکر وژلي دي.

دپيښور دپوليسو دلوړپوړي مشر( ايس ايس پي) اپريشنز عباس مجيد مروت ترمخه په موټر سايکل سورو وسله والو دپيښور په رنګ روډ دفرنټير کانسټيبلري(ايف سي) يو ګاډى دپتنګ چوک سره نزدې ډزې وکړې چې له امله يې يو عسکر په موقع ساه ورکړه او دوه ژوبل شول.

ژوبل عسکر دعلاج لپاره دپيښور ليډي ريډنګ روغتون ته ورسولى شول خو هغوي دټپونو تاب رانه وړو او ساه يې ورکړه.

وسله وال له بريد وروستو تيښته کې بريالي شوي او دپيښې څخه وروستو سيمې ته په ګڼ شمير کې پوليس عسکر رسيدلي.

ددغه بريد پړه تر دې مهاله چا په غاړه نه ده اخستې خو له دې وړاندې دپاکستان بيلا بيلو برخو کې په امنيتي ځواکونو ترسره شوو دغه رقم بريدونو پړه پاکستاني طالبانو په غاړه اخستې.

بل لوري ته دخيبرپښتونخوا دسوات سيمې په انتظامي مرکز مينګوره کې وسله والو دپوليسو په ګاډي بريد کړى چې له امله يې يو پوليس وژل شوى او دوه نور ژوبل شوي دي.

دسوات دضلعي پوليسو مشر(ډي پي او) سليم مروت ميډيا ته په دغه اړه ويلي دي دپوليسو ګاډى دمعمول مطابق په ګزمه بوخت وو چې وسله والو پرې ډزې پيل کړې.

هغه وويل دغه بريد کې درې عسکر ژوبل شوي وو خو يو پوليس عسکر فضل واحد دټپونو تاب رانه وړو او ساه يې ورکړه او دوه نور عسکر ظاهر شاه او عبيدالله سيدو ټيچنګ روغتون ته دعلاج لپاره رسول شوي دي.

له دې وړاندې داتوار په ورځ د سوات په بره بانډه کې دامن کميټۍ يو غړى محمد خان او دهغه ساتونکى پوليس عسکر هم دوسله والو لخوا وژل شوي وؤ.

دتيرو څو اوونو راهسې پرله پسې دپاکستان دبلوچستان ايالت سرښار کويټې او دخيبرپښتونخوا سرښار پيښور کې په امنيتي ځواکونو بريدونو کې اضافه راغلې ده.

دروانې مياشتې په ١٨مه نيټه هم پيښور کې دسړک دغاړې پرله پسې دوه بمي چاودنو کې يو پوليس عسکر وژل شوى او١٩ کسان نور ژوبل شوي وو.

تيره ورځ دبلوچستان ايالت سرښار کويټه کې هم په پوليسو دسړک دغاړې بمي چاودنه ترسره شوې وه چې پکې دوه پوليس وژل شوي اوشپږ نور ژوبل شوي وؤ.

دپاکستان پوځ اؤ حکومت دعوه لرله چې شمالي وزيرستان ايجنسۍ کې دضرب عضب عملياتو اؤ کال ٢٠١٤م کې دپيښور په ارمي پبلک سکول دحملې څخه وروستو دترهه ګرۍ دقومي تګلارې دجوړولو وروستو دټول هيواد امنيتي وضعه کې ښه والى راغلى اؤ دترهه ګرو ملا يې ماته کړې.

خو دسږکال دپيل کيدو څخه راپديخوا ټول پاکستان اؤ په ځانګړې توګه خيبرپښتونخوا کې ترهه ګريزو حملو کې يوځل بيا اضافه راغلې ده چې پکې دچارسدې په باچا خان يونيورسټۍ ترهه ګريزه، دشبقدر چاؤدنه اؤ پيښور کې دسرکاري ملازمانو په بس ترسره شوې چاؤدنه شامل دي

دترهه ګرۍ ددغو پيښو څخه وروستو دامن په اړه په حکومتي دعوؤ داپوزيشن لخوا نيوکې روانې دي اؤ وايي حکومت دترهه ګرۍ دمخنيوي دتګلارې په ټولو ٢٠ؤ واړو نکتو بشپړ عمل کولو کې ناکامه شوى اؤ په ځانګړې توګه پنجاب صوبه کې يې دتندروه ډلو په هلو ځلو سترګې پټې کړي.

خودنوازشريف حکومت بيا دريځ لري چې ټول هيواد کې دترهه ګرو په ضد دايکشن پلان لاندې پرته له کوم امتياز څخه عمليات روان دي اؤ دترهه ګرۍ دجرړو ويستو لپاره ژمن دى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG