دامريکا ولسمشر براک اوباما ويلي دي دافغان طالبانو ديو سخت دريځي مشر دټاکل کيدو څخه وروستو ددې خبرې امکان دى چې طالبان به خپله دتشدد تګلاره دوامداره وساتي.
دخبري ادارې رويټرز ترمخه جاپان کې دجي سيون دسرمشريزې غونډې په مهال خبريالانو سره خبرو کې امريکايي ولسمشر وويل طالبان اوس هم داسې ډله ده چې دخپلو مقصدونو ترلاسه کولو لپاره به دتشدد لاره خپلوي.
دهغه وينا وه په سمدستي توګه توقعو کوي چې طالبان به دتشد په لار ځي او بې ګناه اولس به په نخښه کوي.
ولسمشر اوباما وويل دا مهال دامريکا هدف دافغانستان دايني او جمهوري عمل دتسلسل ترڅنګ دا خبره باوري کول دي چې القاعده او داعش افغانستان کې جرړې ونه کړي.
تيره اوونۍ دپاکستان په بلوچستان ايالت کې يو امريکايي ډرون بريد کې دطالب مشر ملا اختر منصور دوژل کيدو څخه وروستو افغان طالبانو يو مذهبي تن مولوي هيبت الله اخندزاده دخپلې ډلې مشر ټاکلى او افغان حکومت سره يې دخبرو اترو څخه انکار کړى.
ولسمشر اوباما له دې وړاندې ويلي وو ملا منصور دافغان امن عمل مخالف و.