لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

لندن کې به دنوازشريف دزړه سرجري کيږي


 دمريم نواز وينا ده دسرجرۍ څخه وروستو به نوازشريف تر يوې اوونۍ روغتون کې دمه کوي او ډاکټرانو له اجازې وروستو به پاکستان ته ستنيږي.
دمريم نواز وينا ده دسرجرۍ څخه وروستو به نوازشريف تر يوې اوونۍ روغتون کې دمه کوي او ډاکټرانو له اجازې وروستو به پاکستان ته ستنيږي.

راتلونکې اوونۍ کې به لندن کې دپاکستان دوزيراعظم نوازشريفاوپن هارټ سرجري کيږي.

ددې خبرې پخلى دپاکستاني وزيراعظم نوازشريف لور مريم نواز دټولنيزو رابطو په ويب پاڼه ټويټر جاري کړو خپلو پيغامونو کې کړى دى.

دمريم نواز وينا ده دسرجرۍ څخه وروستو به نوازشريف تر يوې اوونۍ روغتون کې دمه کوي او ډاکټرانو له اجازې وروستو به پاکستان ته ستنيږي.

هغې دخپل پلار دروغ صحت لپاره خلکو ته ددعاګانو خواست هم کړى دى.

دپاکستان دګاونډي هيواد هند وزيراعظم نريندر مودي لندن کې دسرجرۍ څخه دمخه دپاکستان وزيراعظم ته نيک خواهشات وړاندې کړي دي.

دټولنيزو رابطو په ويب پاڼه ټويټر نريندر مودي نوازشريف لپاره دزر تر زره رغيدو دخواهش څرګندونه کړې ده.

پاکستان کې ديو مخالف ګوند تحريک انصاف مشر عمران خان پخپل يو پيغام کې ويلي هغه دوزيراعظم دکاميابې سرجرۍ او زر رغيدو لپاره دعا کوي.

همدغه راز دمخالف ګوند پيپلز پارټۍ مشر بلاول بهټو زرداري هم دټولنيزو رابطو په ويب پاڼه ټويټر خپل يو پيغام کې دوزيراعظم نوازشريف رغيدو لپاره دنيکو خواهشاتو څرګندونه کړې ده.

دپاکستان وزيراعظم نوازشريف څو ورځې دمخه دخپلې طبي معاينې لپاره لندن ته رسيدلى او دغلته ورته ډاکترانو دسرجرۍ مشوره ورکړې ده.

له دې وړاندې هغه سږکال په ١٣م اپريل هم علاج لپاره لندن ته تللى او څو ورځې وروستو پاکستان ته ستون شوى و.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG