لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شام کې دمخالفينو استازی د سولې خبرو نه جدا شوی


د روان کال په وړومبو کې څيړونکو ويلي ؤ چې د جنېوا د خبرو په ترس کې به د پينځه کالو راهسې د جګړې ښکار دغه ملک کې جوړ جاړی وشي .
د روان کال په وړومبو کې څيړونکو ويلي ؤ چې د جنېوا د خبرو په ترس کې به د پينځه کالو راهسې د جګړې ښکار دغه ملک کې جوړ جاړی وشي .

شام کې د مخالفينو لخوا د سولې د خبرو استازي خپله چوکۍ پرېښودې او ويلي يې دي په ملک کې د روانې خانه جنګۍ د سياسي حل په لټولو کې د ناکامۍ په سر د خبرو نه جدا کيږي .

د اتوار په ورځ يو بيان کې محمدالعوش ويلي د روس په مرسته د صدربشارالاسد د صدارت بچ کېدو دپاره حکومتي پوځ تشدد نه پرېږدي ځکه هغه دغه پرېکړه وکړه .

د ټولنيز اړيکو په ويب پاڼه ټويټر باندې د جېش الاسلام نومې ياغي ډلې لوړ پوړي غړي محمدالعوش د حکومت مخالفينو او شامي اولس په ضد پرله پسې بمبارۍ ته د اسد تېری ويلي دي .

د اپرېل په مياشت کې جنېوا کې د دوه اونو د خبرو په مهال د ملګرو ملتونو استازو د اسد حکومتي او مخالفه ډلو سره ليدلي وو دغه خبرې له دې امله بغېر د کومې نتيجې ختمې شوې چې د شام پولې ته نزدې بيا جګړه پېل شوې وه .

د مئي د مياشت په اخره کې د خبرو درېم پړاؤ هم نه ؤ ترسره شوی .

تېره اونۍ د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي سټېفن ډي مستورا ويلي ؤ راتلونکې خبرې به تر هغې نه کيږي څو پورې چې مخالفينو اوربند نه وي کړی او په زرګونو ګېر شوؤ شاميانو ته يې د امداد رسولو لار نه وي ورکړي .

ملګرو ملتونو د العوش په استعفی په سمدستي ډول څه نه دي ويلي .

د روان کال په وړومبو کې څيړونکو ويلي ؤ چې د جنېوا د خبرو په ترس کې به د پينځه کالو راهسې د جګړې ښکار دغه ملک کې جوړ جاړی وشي . په دغه موده کې نزدې درې لاکه خلک وژل شوي او په ملينونو خلک بې کوره شوي دي .

ولې د فرورۍ په مياشت کې د اسد حکومت او ياغي ډلو ترمنځ د اوربند د سرغړونې نه پس په دغو امېدونو اوبه اوړېدلي دي .

د جنېوا د خبرو په وخت د اپرېل په نيمايۍ کې حلب ښار سره نزدې جګړه پېل شوې وه .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG