د هند د چارواکو په وينا نن د نهې په سهار وختي د هند منځنۍ سيمه کې د پوځ د وسلې يو ډيپو کې اُورلګېدلی او ۱۷ کسان پکې وژل شوي دي .
چارواکو وئيلي اُور د شپې په يوه نيمه لګېدلی ؤ او د مړينو ترڅنګ پکې ۱۹ کسان ژوبل شوي دي .
چارواکو وئيلي اُور قابو کړی شوی ولې علت يې لا نه دی معلوم چې څنګه لګېدلی ؤ . ځايي مطبوعاتو وئيلي د اُور لګېدو سره نزدې ودانو نه په زرګونو خلک نزدې نورو سيمو ته منتقل شوي دي .
د هند په منځني لويديځ رياست مهاراشټرا کې دا په ملک کې د وسلې غټ ډيپو شمارل کيږي .