لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مردان : ځانمرګي بريد کې ١٢ کسان ژوبل شوي


 دفيصل وينا وه دځانمرګي دبدن غړي راټول کړل شوي او داسې ښکاري چې دهغه عمر خواوشا ٢٠ کاله ؤ.
دفيصل وينا وه دځانمرګي دبدن غړي راټول کړل شوي او داسې ښکاري چې دهغه عمر خواوشا ٢٠ کاله ؤ.

دپاکستان دخيبرپښتونخوا مردان سيمه کې ديو ځانمرګي بريدله امله دپوليس عسکرو په ګډون لږ ترلږه ١٢ کسان ژوبل شوي دي.

په سمدستي توګه ددغه بريد پړه چا په غاړه نه ده اخستې.

دمردان دپوليسو دمشر(ډي پي او) فيصل شهزاد ميډيا سره خبرو کې ويلي تيره شپه دمردان دسټي تاڼې په خواوشا سيمه کې دغه پيښه هاغه مهال رامينځته شوه کله چې په موټر سايکل ناست يو بريدکوونکى دپوليسو دتاڼې دمشراشتياق حسين ګاډي ته نزدې شو.

کله چې پوليسو ددغه بريد کوونکي په لاس کې لاسي بم وليدو نو په هغه يې ډزې وکړې چې ورسره دچاوديدونکو موادو هاغه جيکټ هم وچاوديدو کوم چې هغه اغوستى و.

دفيصل وينا وه دځانمرګي دبدن غړي راټول کړل شوي او داسې ښکاري چې دهغه عمر خواوشا ٢٠ کاله ؤ.

دغه بريد کې دوه پوليس او ١٠ لاروي ژوبل شوي چې دعلاج لپاره روغتون ته رسول شوي دي.

دمردان دپوليسو يو بل مشر( ايس ايس پي اپريشنز)صفي الله خان ويلي دي دځانمرګي جيکټ کې خواوشا پينځه کلو ګرامه بارودي مواد موجود وو او په کوم موټر سايکل چې هغه سور و په هغې پسې هم پينځه نيم کلو ګرامه چاوديدونکي مواد تړل شوي وو.دصفي الله وينا وه دځانمرګي هدف ايس ايچ او و.

دتيرو څو مياشتو راهسې دخيبرپښتونخوامردان سيمه کې ځانمرګي بريدونو کې اضافه راغلې ده، له دې وړاندې هم دغلته دنادرا او ايکسايز په دفترو بريدونه ترسره شوي وؤ.

دپاکستان پوځ اؤ حکومت دعوه لرله چې شمالي وزيرستان ايجنسۍ کې دضرب عضب عملياتو اؤ کال ٢٠١٤م کې دپيښور په ارمي پبلک سکول دحملې څخه وروستو دترهه ګرۍ دقومي تګلارې دجوړولو وروستو دټول هيواد امنيتي وضعه کې ښه والى راغلى اؤ دترهه ګرو ملا يې ماته کړې.

خو دسږکال دپيل کيدو څخه راپديخوا ټول پاکستان اؤ په ځانګړې توګه خيبرپښتونخوا کې ترهه ګريزو حملو کې يوځل بيا اضافه راغلې ده چې پکې دچارسدې په باچا خان يونيورسټۍ ترهه ګريزبريد، دشبقدر چاؤدنه اؤ پيښور کې دسرکاري ملازمانو په بس ترسره شوې چاؤدنه شامل دي.

دترهه ګرۍ ددغو پيښو څخه وروستو دامن په اړه په حکومتي دعوؤ داپوزيشن لخوا نيوکې روانې دي اؤ وايي حکومت دترهه ګرۍ دمخنيوي دتګلارې په ټولو ٢٠ؤ واړو نکتو بشپړ عمل کولو کې ناکامه شوى اؤ په ځانګړې توګه پنجاب صوبه کې يې دتندروه ډلو په هلو ځلو سترګې پټې کړي.

خودنوازشريف حکومت بيا دريځ لري چې ټول هيواد کې دترهه ګرو په ضد دايکشن پلان لاندې پرته له کوم امتياز څخه عمليات روان دي اؤ دترهه ګرۍ دجرړو ويستو لپاره ژمن دى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG