لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چين دافغانستان دخوندي راتلونکي هيله


 ګڼو خلکو فکر کولو چرته چې امريکا په دې اړه ناکامه شوې چې پاکستان دافغان طالبانو په اړه دخپلې رويې په بدلولو قايله کړي ،هلته چين په دغسې کولو کې بريالى کيدى شي.
ګڼو خلکو فکر کولو چرته چې امريکا په دې اړه ناکامه شوې چې پاکستان دافغان طالبانو په اړه دخپلې رويې په بدلولو قايله کړي ،هلته چين په دغسې کولو کې بريالى کيدى شي.

کال ٢٠١٤م کې دافغان ولسمشر اشرف غني دصدارت په چوکۍ دکښيناستو څخه وروستو چې کله طالبانو سره دجوړجاړي عمل زور ونيولو نو يو شمير خلک په دې نظر وو چې دغه عمل کې دچين خوښۍ سره يوه هيله پيدا شوې ده.

ګڼو خلکو فکر کولو چرته چې امريکا په دې اړه ناکامه شوې چې پاکستان دافغان طالبانو په اړه دخپلې رويې په بدلولو قايله کړي ،هلته چين په دغسې کولو کې بريالى کيدى شي.

امريکا او افغانستان دواړه په پاکستان تور لګوي چې طالبانو ته يې خپل هيواد کې پناه ورکړې ده خو پاکستان په دغه معامله تر دې مهاله دهررقم فشار مزاحمت کړى.

دافغانستان ثبات کې دچين دخوښۍ دوه بنيادي علتونه دي چې پکې يوه دا انديښنه ده چې افغانستان کې به مذهبي تندلاريتوب دافغانستان سره په پوله پروت دچين سنکيانګ ايالت کې تندلاريتوب ته هوا ورکړي.

دسنکيانګ ايالت دمسلمانې ايغور اقليتي ورورولۍ سره تعلق لرونکي تندلاري ځينې وخت افغانستان څخه تربيه ترلاسه کوي.

دوهم علت دا دى چې چين د ون بيلټ ون روډ يعنې يوې سيمې او يوې لويې لارې تر مرکزي اسيا پورې دغځولو هيله لري.

ددې لاندې بيجنګ دلويديز چين څخه دمينځنۍ اسيا له لارې اروپا پورې دسړکونو، ريلوى دليکو، تيلو ،ګيس دپايپ لاينونو يو نيټ ورک او نورې پروژې جوړول غواړي، ددې ترڅنګ چين دجنوبي او جنوب ختيزې اسيا څخه بحيره روم پورې دساحلي بنيادي ځاندرې جوړول او پرمختګ ته هم ليواله دى.

چين څه کولى شي؟

لاهور کې ميشته يو سياسي تجزيه کار ډاکتر حسن عسکري رضوي وايي ددې خبرې اندازه ګرانه ده چې افغان امن عمل کې چين څه رقم اثرورسوخ کارولى شي.

دهغه په قول دافغانستان او پاکستان ترمينځ شخړې دومره دمستقلې پڼې دي چې چين يې په بدليدو نه شي مجبورولى، چين يواځې هغوي په دې خبره قايلولى شي چې خپلو اختلافونو ته دې کم ارزښت ورکړي.

چين دخبرو اترو په ميزيو نوى کردار دى، افغانستان کې دجګړې دلمړو پينځلسو کلونو په مهال چين دامنيت دڅانګې څخه بيل پاتې شوى او خپل پام يې يواځې دغه هيواد کې اقتصادي ګټو ته ګرځولى و.

خو اوس چين ته احساس شوى چې اقتصادي ګټې يې دسيمې امنيت سره تړلي دي او هم له دې امله چين خبرو اترو کې برخه اخستې خو لا اوس هم دزده کړې پړاو کې دى.

کابل کې ميشته تجزيه کار حامد صبوري بيا وايي ددې خبرې امکان زيات دى چې چين به دوخت څخه وړاندې دکوم ګام اخستو پځايې جاج اخلي او انتظار به کوي.

خو چين کې دپاکستان ديو پخواني سفير خالد محمود وينا ده چين دپاکستان او افغانستان ترمينځ دمينځګړتوب کردار ادا کولى شي.

(چين ته) افغانستان کې ددرناوي په سترګه کتلى شي، پاکستان سره ښې اړيکې لري او سيمه ييز ثبات يې پخپله ګټه دى

چين طالبانو سره له تماسونو وروستو تيرکال ددسمبر په مياشت کې دڅلور ملکي همکارۍ دډلې برخې جوړيدو ته اماده شوى او مقصد يې دطالبانو او افغان حکومت ترمينځ جوړجاړي لپاره خبرو اترو کې مرسته ورکول وؤ.

څلور ملکي ډله افغانستان کې دتشدد کمولو کې تر دې مهاله ناکامه پاتې شوې، افغانستان او امريکا دواړه احساس لري چې چېن به په پاکستان ديو حد څخه زيات فشار نه اچوي، دافغان طالبانو دمشر ملا اختر منصور دوژل کيدو او نوي طالب مشر ملا هيبت الله اخندزاده دټاکل کيدو څخه وروستو سږکال دسولې دخبرو امکان نور هم راکم شوى دى.

افغانستان کې دنيټو مشن کې دمواصلاتو مرستيال چيف اف سټاف بريګيډير جنرال چارلس کليو لينډ ويلي فکر نه کوي چې لنډه موده کې به دسولې خبرې ترسره شي.

چين پاکستان سره ژورې اړيکې لري دپاکستان دګاونډي مستقل رقيب هيواد هند سره دامريکا داړيکو دسيوا کيدو څخه وروستو نورې هم دغه اړيکې پياوړې شوي،امريکا هند سيمه کې دچين يو سيال طاقت ګڼي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG