لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

مردان: دسياسي ګوندونو د غړوترمنځ نښته کې څلورکسان وژل شوي


پوليس ويلي په سيمه کې د امنيت ټينګ ساتلو دپاره کلک ګامونه پورته کړی شوي دي .

د پاکستان خېبرپښتونخوا صوبې په مردان سيمه کې د دوه سياسي ګوندونو د غړو ترمنځ نښته کې څلور کسان وژل شوي او نهه ژوبل شوي دي . راپورونه وايي قبايلي سيمه خېبر ايجنسۍ کې امنيتي ځواکونو سره نښته کې څلور وسله وال وژل شوي دي .

د مردان ضلعې د پوليس مشر اېس اېس پي فېصل شهزاد وئيلي د جمعې په ماښام دغه نښته د عوامي نيشنل ګوند (ای اېن پي) او پاکستان تحريک انصاف ډلې د غړو ترمنځ شوې ده .

راپورونه وايي د مردان په هوتي سيمه کې د دواړو ډلو غړي يو بل ته مخامخ شوي او په يو بل يې ډزې کړي دي . وژل شوؤ کسانو کې د تحريک انصاف ډلې کونسلر او د ای اېن پي غړي هم شامل دي . ژوبل کسان د مردان روغتون ته وړل شوي او درې د پېښور لېډي ريډنګ روغتون ته منتقل کړی شوي دي .

د پوليس افسر په ويناد دواړو ډلو ترمنځ نښته د پارټۍ د جهنډې لګولو په سر رامنځته شوې ده . هغه ويلي د تحريک انصاف لاريون د ای اېن پي د يو غړي د کور مخې ته تېرېدو او په دغه وخت د دواړو ډلو د غړو ترمنځ خبرې ورانې شوي او بيا ډزې شوي دي .

بل لور ته د زيارت په ورځ قبايلي سيمه خېبرايجنسۍ کې د څلورو کسانو مړي ترلاسه شوي دي .

د ځايي مطبوعاتو ترمخه د خېبرايجنسۍ د تيراه سيمې په مستک علاقه کې د وسله والو او امنيتي ځواکونو ترمنځ نښته شوې او څلور وسله وال پکې وژل شوي دي .

ولې د ازادو سرچينو لخوا د دغه پېښې پخلی نه دی شوی .

افغانستان سره په پوله پرتې خېبرايجنسۍ کې د پاکستان پوځ د وسله والو په ضد عمليات کوي . چارواکي ادعا کوي چې په سيمه کې د وسله والو په ضد کامياب عمليات دوام لري .

XS
SM
MD
LG