لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شام: حکومتي پوځ رقه صوبې ته رسېدلی


د بشري حقونو ډلې وئيلي د درېو ورځو په دغه جګړه کې د داعش د ۲۶ جنګيالو ترڅنګ د شام او اتحادي ځواکونو نهه عسکر وژل شوي دي .
د بشري حقونو ډلې وئيلي د درېو ورځو په دغه جګړه کې د داعش د ۲۶ جنګيالو ترڅنګ د شام او اتحادي ځواکونو نهه عسکر وژل شوي دي .

د شام پوځ د خالي په ورځ جنوبي صوبې رقه ته رسېدلی دی . داعش د رقه ښار د خپل سره خلافت مرکز ګڼي .

په لندن کې د شام د بشري حقونو ډلې (برېټن بېسډسيريئن ابزوېټري) ويلي د شام پوځ د رقه صوبې انتظامي پولې ته رسېدلی دی او دوې ته د روس ملاتړ حاصل دی .

د بشري حقونو ډلې وئيلي د درېو ورځو په دغه جګړه کې د داعش د ۲۶ جنګيالو ترڅنګ د شام او اتحادي ځواکونو نهه عسکر وژل شوي دي .

د شام پوځ د شورو په ورځ د رقې پله عمليات پېل کړي وو هم په دغه ورځ د رقه په شمال لويديځ کې ۱۱۵ کلوميټره لرې د امريکا په ملاتړ ځواکونو په منبيج کې د داعش په مرکز حمله کړې وه .

د امريکا په ملاتړ کردش، د شام ډيموکريټک (اېس ډي اېف) ځواک د خالي په ورځ منجيب ته نزدې شوي دي . د بشري حقونوډلې ويلي اېس ډي اېف د منجيب سره نزدې ۳۴ کلي نيولي دي .

د داعش جنګيالي په مارع سيمه کې د ياغيانو قوي مرکز النصره فرنټ سره په جګړه دي .

په رقه، منجيب او مارع کې د جګړې دوامداره ساتلو سره د داعش جنګيالي په خپل قوي مرکز فلوجه کې د عراقي ځواکونو لخوا هم د فشار لاندې دي چرته چې عراقي ځواکونو نزدې دوه اونۍ وړاندې عمليات پېل کړي دي .

د شام غټ ښار حلب يو وخت اقتصادي مرکز ؤ هلته د تشدد پېښې روانې دي او د روس سرچينو ويلي د خالي په ورځ ۴۰ کسان وژل شوي او د ۱۰۰ ژوبل شوي دي .

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG