لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بنګله دېش کې هندو مذهبي مشر وژل شوی


Dhaka, Bangladesh
Dhaka, Bangladesh

بنګله دېش کې د ګل په ورځ يو هندو مذهبي مشر وژل شوی دی چې د مسلمانانو د اکثریتي ابادۍ هیواد کې د هندوانو په ضد تازه د تشدد پیښه ده.

د ۷۰ کلن هندو پادري اننداګوپال ګنګولي مړی په خپل کلي د کور سره نزدې ترلاسه شوی دی . راپورونه وايي هغه سحر خپل عبادت له روان ؤ او د تلو نه څو ساعته پس بې درکه شوی ؤ .

بنګله دېش کې په تېرو درې کاله موده کې دغه ډول پېښو کې ۴۰ کسان وژل شوي دي او په وروستيو کې دغه رقم پېښې نورې سېوا شوي دي .

په دغو پېښو کې ازاد خياله پروفېسران، بلاګران او طالبان علمان وژل شوي دي .

راپورونه وايي د نهې په ورځ پلازمينه ډهاکه کې پوليس سره په درې بېلابيلو نښتو کې د داعش درې وسله وال وژل شوي دي .

بنګله دېش کې رامنځته شوؤ ځينو پېښو زمه وارۍ داعش او القاعده قبولې کړي دي ولې بنګله دېش ټينګار کوي چې بهرنۍ ترهګرې ډلې يې په ملک کې فعاليت نه لري .

د دې په ځاې چارواکي ځايي تُندلاري او سياسي مخالفين په دغو پېښو تورن کوي .

په سرکاري توګه ازاده خياله ملک بنګله دېش کې ۹۰ فيصده ابادي د مسلمانانو ده .

Recommended

XS
SM
MD
LG