لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

 د تورخم په پوله نښته: يوافغان عسکر وژل شوی، نهه پاکستاني ژوبل


د روانې مياشتې د وړومبۍ نېټې نه پاکستاني چارواکي يواځې هغه خلک په پوله پاکستان لوري ته راوړېدو ته پرېږدي چې سفري اسناد (ويزه) ورسره وي .
د روانې مياشتې د وړومبۍ نېټې نه پاکستاني چارواکي يواځې هغه خلک په پوله پاکستان لوري ته راوړېدو ته پرېږدي چې سفري اسناد (ويزه) ورسره وي .

د پاکستان او افغانستان په پوله تورخم باندې تېره شپه د دواړو خواؤ د ځواکونو ترمنځ نښته کې يو افغان سرتېری وژل شوی او د پاکستان د ملېشې د يو عسکر په شمول نهه کسان ژوبل شوي دي .

د تورخم په پوله د اتوار او ګل په منځنۍ شپه کې نهه بجې د پاکستاني ملېشې او افغان ځواکونو ترمنځ نښته پېل شوې او تر څو ساعتو د دواړو خواؤ نه ډزې روانې وې .

راپورونه د چارواکو د خلې وايي د شپې تر څلورو بجو پورې د دواړو خواؤ نه ډزې روانې وې ولې د هغې وروستو ډزې بندې شوي دي او تر دې دمه د تورخم پوله په مکمله توګه بنده پرته ده او په لنډي کوتل خواؤشا سيمو کې کرفيو په ځاې کړی شوې ده .

افغان چارواکو ويلي پاکستاني ځواکونو د تورخم په پوله دروازه لګوله او دا خبره يې د دوې په علم کې نه وه راوستې او بل دا چې دا کار د نړيوال قانون په ضد ؤ .

د تورخم په پوله د افغان سرحدي ځواکونو مشر ايوب حسېن خېل ويلي ځکه يې د پاکستاني ځواکونو سره په پوله جګړه پېل شوې ده .

ولې د پاکستان د پوځ مطبوعاتي څانګې ائي اېس پي ار ويلي دوې خپل لوري ته د ترهګرو د راتګ د مخنيوي دپاره دروازه لګوله او افغان ځواکونو پرې ډزې پېل کړې .

د افغانستان د تورخم په پوله پرتې صوبې ننګرهار د ګورنر وياند عطاالله خوږياڼي پژواک خبري ادارې سره خبرو کې پخلی کړی چې د تېرې شپې په جګړه کې يو افغان سرتېری وژل شوی او پينځه نور ژوبل شوي دي .

ولې په پوله د افغان ځواکونو مشر حسېن خېل په نښته کې د شپږ افغان سرتېرو د ژوبلېدو ويلي دي .

بل لور ته ائي اېس پي ار تېره شپه ويلي ؤ چې د افغان ځواکونو په ډزو کې د ملېشې يو عسکر ژوبل شوی ؤ . چارواکو نن ويلي د تېرې شپې د ډزو له امله د سيمې ځايي خلک د علاقې نه وتل او په دغه مهال اته کسان د غورځېدوله کبله ژوبل شوي دي .

د سرچينو ترمخه پاکستاني چارواکو ويلي چې د افغان چارواکو په وينا تورخم ته د افغانستان د دفاع وزير او د ننګرهار ګورنر راځي او د پولې په سر پاکستاني چارواکو سره ويني د هغې پورې به پوله تړلې پرته وي او په سيمه کې حالات کړکېچن دي .

د تورخم پوله چې د پاکستان او افغانستان دواړو ملکونو ترمنځ د تګ راتګ تر ټولو غټه لار ده په پوله باندې د تېرې يوې مودې راهسې د دواړو ملکونو اړيکې کړکېچنې دي .

او د روانې مياشتې د وړومبۍ نېټې نه پاکستاني چارواکي يواځې هغه خلک په پوله پاکستان لوري ته راوړېدو ته پرېږدي چې سفري اسناد (ويزه) ورسره وي .

په پوله د سختۍ او څو ورځو د بندېز له امله خلک د يو شمېر ستونزو سره مخ شوي دي او دواړو خواؤ ته کېدونکی تجارت هم سخت اغېزمن شوی دی .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG