لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان چارواکي وايي هلمند کې ٢٨ طالب جنګيالي وژل شوي


 وژل شوو طالب قوماندانانو کې قوماندانو ملا رقيب، قاري عمر، فردوسي، جهادالله او بشير اغا شامل دي.
وژل شوو طالب قوماندانانو کې قوماندانو ملا رقيب، قاري عمر، فردوسي، جهادالله او بشير اغا شامل دي.

افغان چارواکي وايي دافغانستان په هلمند ولايت کې شوو فضايي بريدونو کې دطالب قوماندانانو په ګډون ٢٨ جنګيالي وژل شوي دي.

افغان خبري ادارې پژواک ديو عسکري وياند شکيل احمد تسل له خُلې ويلي افغان ځواکونو دهلمند دمرکز په باباجي سيمه کې په طالب جنګيالو فضايي بريدونه کړي دي چې له امله يې دپينځوو طالب قوماندانانو په ګډون ٢٨ جنګيالي وژل شوي او ١٦ نور ژوبل شوي دي.

وژل شوو طالب قوماندانانو کې قوماندانو ملا رقيب، قاري عمر، فردوسي، جهادالله او بشير اغا شامل دي.

دهغه وينا وه طالبان هاغه مهال دافغان ځواکونو تر فضايي بريدونو لاندې راغلل چې هغوي په ګريشک اولسوالۍ کې راټول شوي وو او په امنيتي ځواکونو يې دبريد منصوبه جوړوله.

دافغانستان دملي دفاع وزارت هم يو بيان کې ددغو فضايي بريدونو پخلى کړى او ويلي يې دي دغو بريدونو کې دپينځوو طالب مشرانو په ګډون ٢٣ جنګيالي وژل شوي او ١٦ نور ژوبل شوي دي.

ددغه بريد په اړه طالبانو تر دې مهاله څه نه دي ويلي.

افغان ولسمشر اشرف غني اقتدارته له رسيدو وروستو طالبانو سره دستونزې دخبرو اترو له لارې دهوارولو هڅه کوي خو افغان طالبان افغانستان څخه دټولو غيرملکي پوځيانو تر وتلو افغان حکومت سره دخبرو اترو څخه انکار کوي.

د افغانستان ګاونډي هيواد پاکستان کې يو امريکايي ډرون بريد کې تيره مياشت د افغان طالبانو د مشر ملا اختر محمد منصور د وژل کيدو اؤ د طالبانو د نوي مشر ملا هيبت الله اخندزاده له ټاکل کيدو وروستو طالبانو ټول افغانستان کې د افغان حکومت اؤ عسکرو په ضد خپله د بريدونو لړۍ نوره هم چټک کړې ده.

اؤ د طالبانو نوي مشر ملا اخندزاده په زغرده ويلي چې د افغان حکومت سره به خبرې نه بلکې جګړه کوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG