لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان او پاکستان ترمنځ کړکېچ د نزدې نه څارو، امريکا


د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورخم په پوله د اتوار په شپه د دواړو خواؤ د ځواکونو ترمنځ نښته شوې او په پوله حالات اوس هم ترينګلي دي .
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورخم په پوله د اتوار په شپه د دواړو خواؤ د ځواکونو ترمنځ نښته شوې او په پوله حالات اوس هم ترينګلي دي .

امريکا ويلي د افغانستان او پاکستان ترمنځ روان کړکېچ د نزدې نه څارو د دواړو هېوادونو د مشرانو سره په تماس کې يُو او په دواړو ټينګار کوؤ چې په پُرامنه ډول کړکېچ هوار کړي .

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورخم په پوله د اتوار په شپه د دواړو خواؤ د ځواکونو ترمنځ نښته شوې او د هغې وروستو تراوسه پورې پوله تړلې پرته ده او پوله حالات اوس هم ترينګلي دي .

تراوسه پورې په دغو نښتو کې د افغانستان درې پولیس وژل شوي او ۲۳ نور ژوبل شوي دي . او د پاکستان يو پوځي افسر ميجر جواد علي مړ او نهه نور دافغان ځواکونو په ډزو کې ژوبل شوي دي .

د نهې په ورځ واشنګټن د امريکې د خارجه محکمې وياند جان کربي خبريالانو ته وويل د دواړو ملکونو (افغانستان او پاکستان) ترمنځ روان حالات د نزدې نه څارو او د دواړو هېوادونو د مشرانو سره په دغه لړ کې په تماس کې يُو .

هغه وويل "مونږ تل په دواړو زور راوړی چې کړکېچ په پُرامنه ډول هوار کړي، مونږ نښته نه غواړو مونږ تشدد نه غواړو او مونږ نه غواړو چې حالات نور خراب شي " .

هغه وويل زه تاسو ته باور درکوم چې د افغانستان او پاکستان دپاره د امريکې ځانګړي استازي رچرډاولسن به د دواړو ملکونو په وروستي سفر کې د مشرانو سره د دغو جذباتو څرګندونه کړي وي .

هغه وويل رچرډاولسن د کابل په سفر کې د افغان صدر اشرف غني، اجرايي رئيس عبدالله عبدالله، د ملي امنيت صلاح کار حنيف اتمر او جنرل نکولسن سره ليدلي دي .

او اسلام اباد کې يې حکومتي چارواکو د وزيراعظم د خارجه چارو مشاور او د پوځ سرلښکر سره ليدلي دي . او په دواړو ځايونو کې يې د چارواکو سره په ليدنه کې په دوه اړخيزه اړيکو د سيمې په مسلو خبرې کړي دي .

د افغانستان او پاکستان ترمنځ پوله باندې د اتوار د شپې راهسې پېل شوې نښته کې وخت په وخت د دواړو خواؤ ځواکونه په يو بل ډزې کوي . پوله تراوسه تړلې پرته ده دواړو خواؤ ته خلک ګېر پاتې شوي او د سامانونو ډک ګاډي بيرته ستانه کړی شوي دي .

جان کربي نه د پاکستان په کراچۍ ښار کې د متحده قومي مومنټ ډلې سره اړونده د ماورای عدالت (له محاکمې پرته) وژنو په اړه پوښتنه شوې، چې په مبينه توګه د پوځ او د رېنجرو په بند کې داسې وژنې کيږي .

هغه ويلي د يو ځانګړي کېس نا، بلکې امريکا په ګرده نړۍ کې د محاکمې پرته او په بند کې وژنو او د خلکو په تري تم کولو او تښتونو باندې اندېښنې لري .

د دغه پوښتنې چې امريکا د (لي) (بشري حقونو قانون) د دې نه منع کوي چې د محاکمې پرته وژنو کې ککړ پوځي او غېرپوځي ادارو ته امداد ورکول بندکړي،ايا دا قانون په پاکستان لاګو کيږي ؟

هغه وويل زه د لي په اړه د ځانګړي کېس خبره نه کوم خو دغه قانون په پاکستان پلي کيږي او د پاکستان پوځ ته کوم داسې امداد نه ورکول کيږي چې په کوم ناوړه چلند کې وکاريږي .

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG