لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د قنديل بلوچ وژونکی نيول شوی


قنديل بلوچ د کورنیو چارو د وزارت نه د تحفظ غوښتنه هم کړې وه .
قنديل بلوچ د کورنیو چارو د وزارت نه د تحفظ غوښتنه هم کړې وه .


د پاکستانۍ ماډلې قنديل بلوچ په وژنه کې ککړ د هغې ورور نيول شوی او د خپلې خور" د غېرت په نوم وژنې" اعتراف يې کړی دی .

قنديل بلوچ د جمعې په شپه ملتان کې وژل شوې او مور او پلار يې پوليس ته د وژنې خبر ورکړی ؤ .

قنديل بلوچ نن د اتوار په سهار د پنجاب صوبې ډېره غازي خان سيمه کې خپله پلارنۍ علاقه شاه صدرالدين کې خاورو ته وسپارل شوه .

د قنديل په وژنه کې ککړ د هغې ورور وسيم پوليسو رسنيو ته وړاندې کړی او هغه ويلي چې د قنديل په وجه يې د کورنۍ بدنامي کېدله ، ځکه هغه ويلي وړومبۍ يې ورله د خوب ګولۍ ورکړي او بيا يې ورله ساه بنده کړې او وژلې يې ده .

فوزیه عظیم نومې دغه مشهورې پاکستانۍ ماډلې چې په قندیل بلوچ یې شهرت لرلو په نزدې ورځو کې په سوشل میډیا د خپلو متنازعه ویډیوز اؤ عکسونو خپرولو له امله شهرت پېدا کړی ؤ .

د خالي په ورځ دپاکستان دملتان سیمې د پولیسو مشر اظهراکرام خبریالانو ته ویلي ؤ قندیل بلوچ د اختردپاره د پنجاب د ملتان ښار په مظفراباد سیمه ګرین ټاؤن کې د پلار کور ته راغلې وه اؤ تر اوسه دلته میشته وه .

پوليس افسر ويلي ؤ د قندیل بلوچ د مور پلار د وینا له مخې هغه خپل ورور وسیم وژلې ده .

د پولیس مشر د وینا له مخې د قندیل بلوچ ورور دغه قتل د غیرت په نوم کړی اؤ که تر شا یې نور علتونه دي ، دا به د پلټنو څخه وروستو روښانه شي .

دا په داسې حال کې ده چې څو اونۍ وړاندې قندیل بلوچ د یو مطبوعاتي کانفرنس په وخت ویلي‌ ؤ چې د هغې ژوند ته سخت ګواښونه پیښ دي.

هغې د کورنیو چارو د وزارت نه د تحفظ غوښتنه کړې وه .

په پاکستان کې په تیرو نزدې وختونو کې د غیرت په نوم وژنې سیوا شوي اؤ تر دې مهاله په سوؤنو جینکۍ دپاکستان بیلابیلو سیمو کې د غیرت په نوم وژل شوي دي .

قندیل بلوچ یوه پیغله ماډله وه چې اول سر کې یې د سندرو د لارې د شوبز نړۍ ته د لارې پیدا کولو هڅه کړې وه خو په سندرو کې دناکامیدو وروستو هغې ماډلنګ پیل کړو .

د ماډلنګ ترڅنګ قندیل بلوچ په سوشل میډیا خپل داسې متنازغه ویډیوز اؤ‌ عکسونه خپرول چې هغې د پاکستان په شمول د نړۍ د ګڼو هیوادونو د خلکو توجه قندیل بلوچ ته اړولې وه .

په وروستیو ورځو کې هغې د پاکستان د یو مذهبي عالم مفتي عبدالقوي سره سیلفي عکسونه په سوشل میډیا خپاره کړي وؤ چې هغې په میډیا باندې یوه غوغا جوړه کړې وه .

د قنديل بلوچ په وژنه هم سوشل ميډيا باندې سلسله چلېدلې او تاؤده بحثونه پرې شوي دي ډېری خلکو د دغه وژنې غندنه کړې او ډېرو پرې د خفګان څرګندونه نه ده کړې .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG