لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اردوان د درېو مياشتو دپاره بيړني حالت اعلان کړي


اردوان ويلي بيړني حالت ځکه په ځاې کړی شو چې د کودتا په هڅه کې ککړ ټول تورن کسان ونيول شي .
اردوان ويلي بيړني حالت ځکه په ځاې کړی شو چې د کودتا په هڅه کې ککړ ټول تورن کسان ونيول شي .

تېره اونۍ په ملک کې د ناکامه کودتا وروستو د ترکي صدر رجب طيب اردوان د شورو په ورځ هېواد کې د درېو مياشتو دپاره د بيړني حالت په ځاې کولو اعلان کړی دی .

اردوان ويلي بيړني حالت ځکه په ځاې کړی شو چې د کودتا په هڅه کې ککړ ټول تورن کسان ونيول شي . نوموړي دغه خبره د کابيني د غونډې نه وورستو په دولتي ټيلي ويژن باندې خپله وينا کې کړې ده .

ترک صدر ويلي د بيړني حالت په ځاې کولو مطلب دا نه دی چې د خلکو نه بنيادي ازادي واخستل شي بلکې د دې موخه دا ده چې په ترکي کې جمهوريت ته د ورپېښو خطرو مخه ونيول شي .

د هغه په وينا " د مشر (کمانډراِن چيف) په حېث زما توجه به دې پله وي چې په وسله والو ځواکونو کې دننه وائرس پاک کړم" .

دا اعلاميه اردوان ته د عملياتو نورو پراخه کولو اجازه ورکوي او څيړونکي وايي چې د عملياتو په سر کې به د فتح الله ګولن د تحريک سره اړونده غړي په هدف کړی شي، ګولن د تېرو ۱۷ کالو راهسې په امريکا کې مېشت دی .

د جمعې د ورځې نه وروستو د شپږ زرو پوځيانو په ګډون د نيول شوؤ کسانو شمېره د نهه زرو نه اوړېدلې ده، څوک چې د محاکمې نه وړاندې د اردوان په قېد کې دي .

د راپورونو ترمخه ۵۰ زره دولتي چارواکي چې پکې ججان او تعليمي چارواکي شامل دي نوکرۍ يې ماتې کړی شوي او يا ورته د مستعفي کېدو وئيل شوي دي .

د دې ترڅنګ د تعليم په پوهانو د ترکي نه په بهر تلو بندېز لګول شوی دی .

دغه امر د هغې وروستو شوی چې د تعليم وزارت د پوهنتونونو د ۱۵۰۰ رئيسانو په ګډون د ۲۱ زره کارمندانو نوکرۍ ماتې کړي دي .

سرکاري ميډيا ويلي چې چارواکي د ۶۲۶ سکولونو اونورو تعليمي ادارو د بندوولو دپاره ګامونه پورته کوي او دا د ناکامه کودتا نه وروستو د عملياتو کولو تازه اقدام دی .

د دغو سکولونو تعلق د ملک نه بهر عالم دين فتح الله ګولن سره دی ، چا چې خپلو نظرياتو ته د ودې ورکولو دپاره په ټول ملک کې د دغو سکولونو څانګې پرانستې دي .

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG